د بانکي چارو د څارنې مرستیال وپېژندل شو

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۱۵:۴۶
د بانکي چارو د څارنې مرستیال وپېژندل شو

۱۴۰۰ لړم ۱۸ مه – ښاغلي محمد شفیع نوري د افغانستان بانک د بانکي چارو د څارنې لوی آمریت د ننه د ساحې څارنې د سرپرست مرستیال په توګه د یاد آمریت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد نوموړی په کارپوه او مسلکي کس یاد کړ او ښاغلي نوري ته یې په چارو کې د لا بریالیتوب هیله وکړه.

باید وویل شي چې په یاده غونډه کې د افغانستان بانک د بانکي چارو د څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت هم خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې په چارو کې د لا پرمختګ لپاره لازمه ده چې ټول کارکوونکي له یو بل سره په پوره همکارۍ، صداقت او همغږۍ چارې پر مخ یوسي.

د نوموړي په خبره د افغانستان بانک او په ځانګړې توګه د څارنې پرمختګ له یو بل سره همکارۍ ته اړتیا لري چې دې موخې ته د رسېدو لپاره اړینه ده یو بل ته لاسونه سره ورکړو او پیاوړې همکاري ولرو.

د یادونې وړ ده چې ښاغلي محمد شفیع نوري له تېرو څو کلونو راهیسې له بانکي چارو څخه د څارنې په لوی آمریت کې د تنفیذي اقداماتو د مدیر په توګه دنده تر سره کړې ده.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 25 نېټه (1403/04/12) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

بېرته خبرونه ته