په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د افغانستان بانک د سرپرست لیدنه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۰/۹/۲۷ - ۱۷:۲۳
په کابل کې د ترکیې له سفیر سره د افغانستان بانک د سرپرست لیدنه

۱۴۰۰ د لیندۍ ۲۷ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس په کابل کې د ترکیې له سفیر ښاغلي جهاد ارګین سره ولیدل او پر بېلابېلو مالي او بانکي موضوعګانو یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارګین یادونه وکړه چې دغه هېواد په تېره اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې درې د بشري مرستو کڅوړې ویشلي دي او دا هېواد به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

نوموړي د افغانستان بانک څخه مننه وکړه چې له ترکي شرکتونو سره یې د بانکي ستونزو د حل په برخه کې مرسته کړې ده.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس د ترکیې د هېواد له مرستو د مننې تر څنګ یادونه وکړه چې د افغانستان بانک به اوسني وضعیت ته په کتلو سره هڅه وکړي چې د ترکیې هېواد د بشري مرستو د رسولو لپاره اړینې بانکي آسانتیاوې رامنځته کړي، څو افغانان له فقر او بېوزلۍ څخه وژغورل شي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۱۷
Background image

د افغانستان بانک 15 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1445 ذوالحجة الحرام  24 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1445 کال د ذوالحجة الحرام  د میاشتې په 25 نېټه (1403/04/12) د سه شنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (15) میلیونه امریکايي ډالرو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۵۷
Background image

د اسلامي مالي خدمتونو بورډ کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان بانک سرپرست رئیس جیبوټي هېواد ته لاړ

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام  ۲۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلی هدایت الله بدري او ورسره مل پلاوی جیبوټي هېواد ته لاړ، ترڅو د اسلامي مالي خدمتونو بورډ (IFSB) په ۲۲ کلنۍ غونډه کې ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۳۳
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې یو شمیر مغرضو اشخاصو د ټولنیزو شبکو په ځینو پاڼو، په ځانګړې توګه ټلګرام کې پر غولوونکو فعالیتونو لاس پورې کړی دی، او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو د جلبولو په موخه په. . .

بېرته خبرونه ته