هیواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه را ورسېده

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۱ - ۱۲:۱۵
هیواد ته د نغدو بشري مرستو په لړ کې د ۴۰ میلیونه امریکایي ډالرو بله کڅوړه را ورسېده

۱۴۴۴ محرم الحرام ۴ - افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو بله نغده کڅوړه را ورسېده. دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته راځي او یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.

د افغانستان بانک د نړيوالې ټولنې له مرستو د مننې او قدردانۍ تر څنګ له دوی څخه غواړي چې له افغانستان سره په نورو برخو کې هم تعامل او همکاري ولري او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی پر دې باور دی چې افغانستان ته له هرې اصولي لارې د اسعارو راتګ نیک ګام دی او له نړيوالې ټولنې غواړي چې د بانکي سکتور له لارې خپلې بشري مرستې له افغانستان سره تر سره کړي.

وروستي خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۸:۱۷
Background image

د سوداګریزو بانکونو له استازو سره د برېښنایي کېدلو په اړه استماعیه غونډه جوړه شوه

۱۴۴۶ ربیع الاول ۹ مه – د افغانستان بانک غواړي چې په مالي او بانکي برخو کې برېښنایي خدمتونو برخې ته پراختیا ورکړي،  د دې برخې د پیاوړتیا لپاره کمېټه ټاکل شوې او نن یادې کمېټې د سوداګریزو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۲ - ۱۶:۳۰
Background image

د افغانستان بانک د ټولو رئیس د دایکندی له نمایندګۍ څخه لیدنه وکړه

۱۴۴۶ د ربیع الاول ۹ مه – د افغانستان بانک د ټولو رئیس ښاغلي نور احمد آغا په بیلابیلو ولایتونو کې د افغانستان بانک د څانګو څخه د لیدنو پر دوام دا ځل د دایکندی نمایندګۍ ته سفر وکړ.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۷:۳۵
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره، د سوداګرۍ د غوړېدو او بانکي خدمتونو د پراختیا په موخه د همغږۍ غونډه

۱۴۴۶ ربیع الاول ۷ مه – د افغانستان بانک په نوښت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره د بانکي خدمتونو د پراختیا، په نړیوالو لېږدونو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو، د کوچنیو او منځنیو تشبثاتو د تمویل. . .

بېرته خبرونه ته