د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمريت

د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمريت د افغانستان د برېښنايي اداینو د ملي سویچ او د افغانستان بانک د یو آمریت په توګه کار کوي او د نوي برېښنايي اداینو او ګرځنده موبایل له لارې د اداینو چې د پرچونې بانکوالۍ خدمتونو ته پراختیا ورکوي او د خدمتونو په وړاندې کولو سره د افغانستان د پرچونې بانکوالۍ د بازار په پرمختګ او عصري کولو کې مهم رول لوبوي.

لید لوری

په افغانستان کې له نغدو پیسو پرته د یوې ټولنې د جوړولو په موخه په فعاله توګه د برېښنايي اداینو د سیستم هڅول او له دې څخه ډاډ ترلاسه کول چې په هېواد کې د برېښنايي اداینو سیستم خوندي، ګټور، د ګډو عملیاتو  وړتیا درلودونکی، قانوني، د لاسرسی وړ، هر اړخیز او له نړیوالو معیارونو سره برابر دی.

ماموریت

له ګډې عملیاتي وړتیا سره د پرچون برېښنايي اداینې د یو ګډې زیربنا برابرول چې د برېښنايي ورکړې، د کارت خدمتونو او د ګرځنده موبایل له لارې د مالي خدمتونو د پروسس او سویچنګ لپاره یو کم لګښته او د ډېرو چینلونو لرونکی سویچ دی او د ټولو غړو د دوه اړخیزو ګټو لپاره له نغدو پیسو پرته یوه ټولنه رامنځته کوي.

موخې

په افغانستان کې د مالي موسسو ترمنځ د ګډو عملیاتي وړتیاوو برابرول، د برېښنايي اداینو د یو ګډې زېربناء جوړول، د داخلي کارت د طرحې لوړول، د برېښنايي اداینو د خدمتونو پرمختګ او دودول او د نړیوالو کارتونو د طرحې وړاندې کول د افغانستان د اداینو سیستم د لوی آمریت موخې ګڼل کېږي.

د افغانستان د اداینو سیستم د لوی آمريت رول

دا آمریت د هېواد د اداینو سیستم د مسئول په توګه د افغانستان د ملي سویچ، د ورکړې د سوداګریز مرکز، برېښنايي اداینو د قوانینو او مقررو د چمتو کولو په موخه د دولت او مالي موسسو ترمنځ د ارتباطي پُل، د اف پې د داخلي کارتونو د طرحې د دودیدو، د مالي موسسو او د نړيوالو کارتونو د طرحو ترمنځ د ارتباطي پُل په توګه فعالیت کوي.

خدمتونه

(1)  بانکوالي او کوچنۍ پانګونې، داخلي کارت، د نړيوالې ورکړې کارت، د سوداګرو څارنه او مدیریت، د SMS له لارې بانکوالي، د ګرځنده موبایل له لارې بانکوالي او د IVR بانکوالي؛

(2)  عامه خدمتونه، د ګمرکي مالیو راټولول (ASYCUDA)، د عوایدو د مالیو راټولول (SIGTAS)، برېښنا (د برېښنا د بیل ورکړه)، د ورکړې نور عمومي خدمتونه؛

(3)  د برېښنايي پیسو موسسې (ای ام آی[Mmp1] )، د ګډو عملیاتو وړتیا، د مخکې ورکړې کارتونه؛

(4)  د اداینو موسسې، د صرافیو د اتومات ماشینونو کنټرولول، د مخکې ورکړې کارتونه.