د افغانستان بانک د بین البانکي اداینو (ACSS) نوي سیستم پرانسته وکړه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۸ - ۱۳:۸
د افغانستان بانک د بین البانکي اداینو (ACSS) نوي سیستم پرانسته وکړه

۱۴۴۵ جمادي الاول ۵ مه – د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي حاجي ملامحمد آخوند په مشرۍ د بین البانکي اداینو سیستم چې نوی د افغانستان بانک له لوري رغول شوی دی، پرانیسته وشوه.

د دغه سیستم د پرانیستې پر مهال د افغانستان بانک دویم مرستیال وویل د خوښۍ ځای دی چې نن د افغانستان بانک د یو داسې عصري بانکي سیستم  خاوند شو چې په نړیوالو ستندردونو سره برابر دی، فعال او په رسمي ډول یې ګټې اخیستنې ته سپاري. د نوموړي په خبره د دې سیستم رامنځته کول یوه لویه لاسته راوړنه ده.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخوند وویل د افغانستان اسلامي امارت له بریا او په هیواد کې د نظام تر بدلون وروسته پر افغانستان یو لړ بندیزونه ولګول شول، له بده مرغه یو شمیر هغه سیستمونه چې د بهرنیو کمپنیو له خوا جوړ شوي وو، د دې ډول سیستمونو لپاره دوی هم خپل خدمات بند کړل، دې چارې د ATS یا بین البانکي اداینو سیستم کې ستونزې رامنځته کړې او د خصوصي بانکونو او د مالیې د محترم وزارت په چارو یې بده اغیزه وکړه.

د افغانستان بانک له فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره د ACSS/ICPSS پخوانی سیستم بیا فعال کړ، تر څو د بانکونو ترمنځ خدمات وړاندې کړي او د عوایدو د راټولولو په برخه کې د بانکونو او د مالیې محترم وزارت چارې په ټپه و نه درېږي.

ورپسې د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمر ښاغلي عبیدالله عبیدي خبرې وکړې او د یاد سیستم د رامنځته کولو په اړه یې د غونډې ګډونوالو ته مفصل تخنیکي معلومات ورکړل. ښاغلي عبیدي وویل دغه سیستم چې مونږ یې نن پرانیسته کوو، په کې ټول مروجه ستندردونه په پام کې نیول شوي دي. دا سیستم د Microservices په طریقه جوړ شوی دی چې ډېرې ښېګڼې او ځانګړتیاوې لري، امنیتي برخو ته یې پوره پام شوی او د API Gateway یا له نورو سیستمونو سره د وصل کړکۍ کې یې ټول نړیوال معیارونه په پام کې نیول شوي دي چې د (Sigtas, Afmis, CBS) سیستمونه په آسانۍ ور سره نښلیدای شي. د نوموړي په خبره هغه موارد چې په پخواني سیستم کې منول وو، په نوي رامنځته شوي سیستم کې بشپړ اتومات دي چې دا به د چارو په تر سره کولو کې اغېزناک رول تر سره کړي.

ښاغلي عبیدي وویل الحمدالله نوی جوړ شوی سیسټم (ACSS/ICPSS) د نړیوال بانک لخوا چمتو شوي سیسټم په څیر په ټولو معیارونو برابر فعالیت لري او هیڅ لګښت نه دی پرې راغلی چې د افغانستان بانک د معلوماتي ټکنالوژۍ د لوی آمریت له لوري به یې حفظ او مراقبت چارې تر سره کېږي.  له دې وړاندې د پخواني سیستم د جوړونې لپاره ۵ میلیونه امریکایي ډالر لګښت ورکړل شوی وو او د خوندیتوب او ساتنې لپاره یې په کلني ډول لګښتونه ورکول.

تر هغې وروسته د افغانستان بانک د اداینو لوی آمر ښاغلي غلام رسول رسولي خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې د دې سیستم د کارولو په اړه د افغانستان بانک د اداینو د لوی آمریت لخوا ټولو بانکونو او نورو اړوندو ادارو ته روزنه ورکړل شوې او همدا راز یاد سیستم د سوداګریزو بانکونو او د مالیې له محترم وزارت سره په بریالیتوب ازمویل شوی دی.  نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړه دا چې دا سیستم زمونږ د خپل داخلي کادر له خوا جوړ شوی دی که په دغه سیستم کې بدلون راوستلو ته اړتیا ولیدل شي په آسانۍ سره دا بدلون په کې راتلی شي او د دې سیستم لومړی فاز چې د مالیې د محترم وزارت د اسیکوډا سیستم او د افغانستان بانک د CBS  سیستمونو وصل وو، په بریاليتوب سره تر سره شوی دی او د راکړې ورکړې بهیر یې په اتومات ډول په چټکۍ تر سره کېږي.

د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی چې د درنو هېوادوالو لپاره په تولو برخو کې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۲۱
Background image

اطلاعیۀ د افغانستان بانک

به اطلاع تمامی تجار، صرافان، شرکتهای ترانسپورتی، مسافران و هموطنان گرامی رسانیده میشود که وارد نمودن اسعار کشورهای منطقه به افغانستان ممنوع میباشد.

هموطنان گرامی!

هر کشور دارای واحد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۶:۴۶
Background image

معاون اول د افغانستان بانک به منظور توسعه روابط بانکی و تجاری با رئیس اتاق مشترک تجارت افغانستان و امریکا دیدار کرد

۲۳ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷ - محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک، در دفتر کار خویش با رئیس اتاق مشترک تجارت افغانستان و امریکا، آقای جف گریکو، دیدار نمود.

در این دیدار، پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۷:۳۳
Background image

به ‌منظور سرمایه‌گذاری در پروژه‌های ملی نشست مشترک میان د افغانستان بانک، وزارت مالیه و بانک‌های تجارتی برگزار گردید

۲۱ ذوالحجة الحرام ۱۴۴۷ - تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک، نشست مشترکی به‌منظور سرمایه‌گذاری در پروژه‌های ملی میان د افغانستان بانک، وزارت مالیه و نمایندگان. . .

بازگشت به خبر