د افغانستان بانک سرپرست د میدان وردک او بامیان ولایتونو له څانګو لیدنه وکړه
۱۴۴۶ د صفر المظفر ۲۷ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په میدان وردک او بامیان ولایتونو کې د افغانستان بانک له څانګو لیدنه وکړه. د دې لیدنې موخه د چارو ښه مدیریت، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول، په چارو کې همغږي او د کارونو اغېزناکتیا ده.
په یاده لیدنه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د یادو نمایندګیو له کارکوونکو وغوښتل چې خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دې په پوره مسئولیت، اخلاص او صداقت سره چارې تر سره کړي. نوموړي زیاته کړه د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد په ټولو برخو کې د درنو هېوادوالو لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي او په دې وسیله وکولای شي چې درانه هېوادوال مو مالي او بانکي خدمتونو ته لاسرسی ولري.
باید وویل شي چې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي له دې وړاندې هم د هېواد مختلفو زونونو د دې بانک د نمایندګیو چارو د اروزنې په موخه سفرونه تر سره کړي دي او د اړوندو نمایندګیو مسئولینو ته یې د غوره خدمتونو د وړاندې کولو سپارښتنې کړې دي.