د تش بست خبرتیا
تاریخ نشر
تاریخ ختم
د بست نوم: د معلوماتو د ساتنې شنونکی (د شبکې امنیت)
آمریت: د معلوماتي ټکنالوژۍ لوی آمریت
ګریډ: (۸) آتم
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر ۲۹
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۶ د صفرالمظفر ۱۲
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د کړنو د ښه والي، د اغېزناکتیا او کاري ګټورتیا د زیاتولو، د ښوونیزو اړتیاوو د معلومولو او د هغوی د ظرفیت لوړولو لپاره د انګېزې رامنځته کولو په موخه د کارکوونکو او د اړوند مدیریت د چارو د مدیریت، رهبرۍ، څارلو، کنټرول او ارزولو په برخه کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛
• له عمومي پلان سره سم د میاشتني، ربعوار، او کلني کاري پلانونو په طرحه او ترتیبولو او د اړوندو تقنیني او اداري سندونو په تعدیلولو کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛
• د تقنیني او اداري سندونه لکه مقرراتو، لایحو، ستراتیژیو او پلانونو ، پالیسو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او معیاري فورمو د طرحې، تسوید، تعدیل او نورو پړاوونو د ترسره کولو لپاره د اړینو موادو د برابرولو په برخه کې له مستقیم مدېر سره همکاري کول؛
• د معلوماتو د ساتنې په برخه کې د کاري بهیر د اسانه کولو په موخه له اړوندو برخو سره د اړیکو او همغږي درلودل؛
• د اړتیا پر بنسټ د سیاستونو، د برابرۍ (انطباق) د ابزارونو او امنیتي سیستمونو په ګډون د امنیتي سیستمونو او پروګرامونو د نصبولو او تنظیمولو مدیریت کول؛
• د امنیتي پروګرامونو په اړه د معلوماتو وړاندې کول او د نویو امنیتي سیاستونو ترسره کول او اړوندو برخو ته د امنیتي سیاست د سمون لپاره د سپارښتنو کول؛
• د شبکې د امنیت ښه والي لپاره هر اړخیزې امنیتي څېړنې؛
• په شبکه کې د بریدونو او خطرونو پېژندل او د هغوی د مخنیوي لپاره د پلان چمتو کول؛
• د خطرونو د کموالي په موخه د شبکې او کمپیوټرونو څارل؛
• په شبکه کې د هر ډول شکمنو کړنو د اغېزو پېژندل؛
• د غوره امنیت لپاره په شبکه کې د امنیتي پالیسۍ پلي کول؛
• د شبکوي کړنو او موندنو اړوند د سایبري خطرونو ساتل او کمول او همدا ډول پر شبکې څارنه ؛
• د شبکې د امنیتي خطرونو او نورو پېښو ارزول؛
• په شبکه او نورو مواردو باندې د امنیتي ټسټونو د عملیې پلي کول؛
• په شبکه کې د زیان اړونکو ټسټونه او د امنیتي ارزونو ترسره کول؛
• د شبکې د امنیت لپاره د پلانونو، راپورونو،کړنلارو او پالیسیو چمتو کول او تنظیمول؛
• د کارکوونکو لپاره د شبکې امنیت په موخه د پوهاوي پروګرامونو پلي کول؛
• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛
• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.
د بست اړین شرایط:
د زده کړې درجه او رشته: د کمپیوټر ساینس او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس او د ماسټرۍ سند ته ترجیح ورکول کیږي.
تجربه: د دندې اړوند درې (۳) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې: په ملي ژبو او انګلیسي بلدیت، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د کمپیوټر پروګرامونو او بانکي سیستمونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ له نورو برخو سره بلدتیا او د شبکې ساتنې او امنیتي پروګرامونو او نورو برخو سره بلدیت، او د CND Certified Network Defender سند درلودل.
CCNP Security، د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل او د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه لرل.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، دسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.