د تش بست خبرتیا

Mpoya
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۴:۱۴
د تش بست خبرتیا

تاریخ نشر

تاریخ ختم

د دندې عنوان: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ موټر چلوونکی

اداره: د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوټ

د پیل نېټه : ۱۴۴۶ د ذو القعدة الحرام ۱۵

د پای نېټه : ۱۴۴۶د ذو القعدة الحرام ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسوولیتونه:

د افغانستان د بانکوالۍ او مالي انسټیټیوت د خدمتونو مدیریت له کاري کړنلارې، ترافیکي اصولو، قوانینو او مقرراتو سره سم په اغېزناک او ګټور ډول د موټر چلول؛

د موټر چلونې د جواز درلودل او د ترافیکي قوانینو او مقرراتو او د ټرانسپورټ له کاري کړنلارو څخه بشپړ پوهاوی؛

د سپارل شوې نقلیه وسیلې دقیق کنټرول، ساتنه، پالنه او فني او تخنیکي ستونزو ته یې پر وخت رسېدنه؛

د لارښوونې او انلاین ټرانسپورټي سیستم له فورم سره سم د ورځنیو رسمي چارو ترسره کول او د کاري ورځې په پای کې مستقیم مدیر یا واک لرونکي آمر ته د وسایطو د کیلومتر ګرځېدنې راپور وړاندې کول؛

د آمریت یا اړوند مدیریت له لورې په رسمي یا غیر رسمي ورځو کې د سپارل شوو ځانګړو دندو ترسره کول؛

د تر لاس لاندې نقلیه وسیلې د فني یا تخنیکي ستونزو د حل لپاره د فرمایش فورم ترلاسه کول او له کړنلارې سره سم یې طی مراحل کول؛

د موټر چلونې پر مهال د هر ډول ترافیکي پېښې، تخنیکي یا فني ستونزې په صورت کې ژر تر ژره مستقیم مدیر یا واک لرونکي آمر ته د رسېدنې په موخه خبر ورکول؛

د ښار، مرکز او ولایتونو د مسیرونو او سړکونو د لارو پېژندنه چې نوموړی پکې د رسمي دندو لپاره ګمارل کېږي؛

د سپارل شوي موټر د خط السیر په کتابچه کې له هر ډول قلم‌خوردګۍ پرته د کیلومترونو منظم او دقیق ثبت او په یاده کتابچه کې د انتقال شوو راکبینو لاسلیک اخیستل؛

د سپارل شوي موټر د کیلومتر ګرځیدنې یا قطعي لګښت پر بنسټ د تیلو اخیستل او له کړنلارې سره سم د تیلو د توزیع فورم طی مراحل کول؛

• د نورو هغو دندو او مسوولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړو مقاماتو له لارښوونې سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي. 

د زده کړې درجه:

د بکلوریا سند یا د فني او حرفوي مرکزونو څخه د فراغت سند ته لومړیتوب ورکول کیږي.

تجربه:

د دندې اړوند (1) کاله کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

د هېواد له رسمي ژبو سره بلدتیا، د دندې د محرمیت ساتنه، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، د ترافیکي او موټرچلونې د قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا، د وسایطو د نوو تخنیکي سیستمونو سره بلدتیا، د موټر چلونې د قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا او د کاري مسوولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو د پیژندنې وړتیا درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

 رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسوولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

پر شرایطو برابر اشخاص کولای شي یاد بست ته د نوم لیکنې په موخه، خپلې CV ګانې vacancies@aibf.af ته واستوي.

• د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.