د تش بست اعلان

تاریخ نشر
تاریخ ختم
آمریت: د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت
د دندې عنوان: د وړ مالي تمویلونو مؤسسو او د مالي اجارې مؤسسو څارونکی
ګرید: اتم (۸)
د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۷ د ربیع الاول ۲۵
د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۷ د ربیع الثانی ۹
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسئولیتونه:
• د چارو د ښه والي، اغېزناکتیا د زیاتېدو او د سپارل شوو کاري پلانونو د پلي کولو لپاره د انګېزې د رامنځته کولو په موخه د یادې برخې د چارو مدیریت، څارل، کنټرول او ارزول؛
• له کاري پلان سره سم د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د قوانینو، مقررو، پالیسیو او کړنلارو په رڼا کې د سرچینو، کړنو او تر کنټرول لاندې اجراآتو مدیریت کول؛
• د پالیسیو، مقرراتو، کړنلارو، لوایحو، د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت د معیاري فورمو او د لنډمهاله او ستراتیژیکو پلانونو په رهبرۍ او پراختیا کې له مستقیم مدیر سره همکاري کول؛
• د قوانینو، مقرراتو، کړنلارو، متحدالمالونو، د شرعي حکمونو او څارنیزو منل شوو معیارونو سره سم د وړو مالي تمویلونو او مالي اجارې د مؤسسو او د وړو پورونو د مؤسسو د کړنو څارل او د ثبات او سلامتۍ لپاره پر سرغړونکو د اصلاحي اقداماتو وضع کول؛
• د کاري بهیر د اسانتیا لپاره له اړوندو برخو سره اړیکې ټینګول او همغږي رامنځته کول؛
• په میاشتني، ربعوار او کلني ډول د کاري راپورونو راټولول او له ابتدایي ترتیبولو وروسته یې مستقیم مدیر ته سپارل؛
• د مالي اجارې او وړو مالي تمویلونو مؤسسو ته د جواز ورکولو د بهیر په چټکه کولو کې د جواز ورکولو له مدیریت سره د تخنیکي همغږي او همکارۍ درلودل؛
• له اړوندو قوانینو، مقرراتو او کړنلارو سره سم د مالي اجارې مؤسسو او د امانت نه اخیستونکو وړو مالي تمویلونو مؤسسو په اړه د جوازونو د غځولو، ځنډولو یا فسخ کولو په اړه د معلوماتو چمتو کول، د اخطاریو صادرول او داسې نورو اړوندو کارونو ترسره کول؛
• د وړو مالي تمویلولو او مالي اجارې د مؤسسو د سرغړونو په اړه پر وخت د مستقیم مدیر خبرول؛
• د اړتیا په صورت کې په اړوندو کمېټو، د بانک په داخل او بهر او داسې نورو رسمي غونډو او پروګرامونو کې ګډون کول، تر څو د افغانستان بانک موخې ترلاسه شي؛
• د مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر له لارښوونې سره سم د اړوندو شعبو او ذیدخلو کارکوونکو د کړنلارو، مکتوبونو، تصويبونو، د ریاست د حکمونو او داسې نورو تقنیني او اداري سندونو خپرول؛
• د دقیق اقدام او مراجعې په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو لیکل، تعقیبول او طی مراحل کول؛
• د هارډ او سافټ کاپي په بڼه په کارتنونو او دوسیو کې د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکنو په کره او منظمه توکه تنظیمول او ساتل؛
• د کاري پلانونو ترتبیول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول
• د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې له کړنلارو، دستورالعملونو او د لوړپوړي چارواکي له لارښوونو سره سم د لایحې او مقرراتو پر بنسټ سپارل کیږي
تحصیلي درجه:
• په اقتصاد، مدیریت، مالي او بانکوالۍ، اداره او سوداګرۍ، عامه ادارې او یا محاسبې په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.
تجربه
• د دندې اړوند (۳) کلنه کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
• د وظیفوي محرمیت ساتل؛
• له ملي ژبو او انګلېسي سره بلدتیا؛
• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛
• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛
• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛
• د کاري مسئولیتونه درکول او په کاري ساحو کې د ستونزو په ګوته کول؛
• په خبرو کې فصاعت او بلاغت؛
• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛
• د دندې اړوندو مسایلو د شنلو وړتیا، د مالي مسایلو تفسیر او تعبیرول او مالي کره راپور ورکونه.
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
• رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.
د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.