د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له مشر سټیفن رودریګز او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د بانکي او مالي سکتور د ظرفیت لوړونې لپاره د یوه ګډ کاري چوکاټ ( پلاټفورم) د جوړښت، اهمیت او د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه مفصل بحث وشو.

په دې غونډه کې څرګنده شوه چې یاد پلاټفورم به د افغانستان بانک په همغږۍ د بانکي او مالي سکتور د ظرفیت لوړونې لپاره د یوه ګډ کاري چوکاټ په توګه عمل وکړي. د دې له لارې به د ظرفیت لوړونې او روزنیزو پروګرامونو، درسي مواد او د روزونکو ټاکنه په منظم او همغږي ډول تنظیم او عملي کېږي.

همدارنګه به د دې ګډ کاري چوکاټ له لارې د نړیوالو او کورنیو بنسټونو تخنیکي مرستې او فعالیتونه تر یوه واحد چتر لاندې راټولې شي، څو د ظرفیت لوړونې په برخه کې همغږي رامنځته شي، د تکراري فعالیتونو مخه ونیول شي او مرستې به په اغېزناکه توګه وکارول شي.

په ناسته کې دا یادونه هم وشوه چې دغه ګډ کاري چوکاټ به د بانکي او مالي سکتور د ظرفیت لوړونې لپاره د مالي تمویل د جلبولو زمینه هم برابره کړي، څو نړیوال بنسټونه وکولای شي د همدې چوکاټ له لارې د روزنیزو پروګرامونو، تخصصي ورکشاپونو او مسلکي پرمختیايي فعالیتونو ملاتړ وکړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان او د یو شمېر اړوندو آمریتونو آمرینو او مرستیالانو هم ګډون کړی و.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۱۸
Background image

هیئت د افغانستان بانک از زون‌های شمال و شمال‌شرق بازدید نمود

هیئتی تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک، به زون‌های شمال و شمال‌شرق سفر نموده و از فعالیت های نمایندگی‌های تحت اثر د افغانستان بانک بازدید نمود؛ این سفر با هدف. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در این اواخر گزارش های وجود دارند که  برخی از اشخاص در معاملات روزمره اقتصادی از پذیرش بانکنوت ها و سکه های ۱، ۲ و ۵ افغانی امتناع میورزند. بدینوسیله به آگاهی عموم هموطنان رسانیده میشود. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

بازگشت به خبر