د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمریت

غیر بانکي مالي مؤسسې (NBFI) هغه بنسټونه یا ادارې دي چې د بانکونو په څېر مالي خدمتونه وړاندې کوي، خو هره غیر بانکي مالي مؤسسه د خپل کاري ماهیت له مخې توپیر لري او د ټاکل شویو کړنو پر بنسټ د فعالیت ځانګړی جواز لري. غیر بانکي مالي مؤسسې چې اوس مهال په افغانستان کې فعالیت کوي او له د افغانستان بانک څخه یې د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي دي، د صرافۍ او پولي خدمتونو  شرکتونه، د بریښنایي پولي مؤسسې او د اداینو مؤسسې رانغاړي. همدارنګه، د مالي اجارې مؤسسې او د کوچنیو پورونو مالي مؤسسې هم کولای شي د اړوندو مقررې سره سم له د افغانستان بانک څخه د فعالیت جواز ترلاسه کړي.

د ۱۳۹۸ مالي کال په وروستیو کې، د غیر بانکي مالي مؤسسو لوی آمریت د مقرراتي مسئولیتونو د ترسره کولو او د هېواد د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې په موخه تأسیس شوی او د بانکوالۍ د سکتور د کړنو د ودې او ښه والي ترڅنګ، د غیر بانکي مالي مؤسسو لوی آمریت هم د پام وړ وده کړې ده.

لید لوری (Vision)

د غیر بانکي مالي مؤسسو د یو سالم سکتور درلودل چې وکولای شي د بانکي سکتور ترڅنګ مالي سکتور ته وده ورکړي او د هېواد په اقتصادي وده او پراختیا کې د پام وړ ونډه واخلي.

موخې:

د غیر بانکي مالي مؤسسو له سالمو کړنو څخه دوامداره ډاډ ترلاسه کول؛

د غیر بانکي مالي مؤسسو د سکتور لپاره د یو ې مناسبې اډانې جوړول؛

د مالي مؤسسو د غیر قانوني کړنو د مخنیوي لپاره اړینې کړنې؛

د مالي سکتور د مشتریانو خوندیتوب؛

د غیر بانکي مالي مؤسسو په سکتور کې د غیر قانوني امانتونو او د تورو پیسو مخنیوی؛

د څارنیزو او مقرراتي هر اړخیزې آډانې له لارې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل د خطر محدودول؛

د مالي سکتور د ودې په موخه په افغانستان کې د مالي ټکنالوژۍ (FinTech) د پراختیا لپاره د یوې مناسبې کړنلارې جوړول.

دندې او مسؤلیتونه:

د غیر بانکي مالي مؤسسو لوی آمریت د ساحې دننه څارنې او له ساحې بهر د شننې او ارزونې سربیره پر غیر بانکي مالي مؤسسو د نغدي جریمو په ګډون اصلاحي او تنفیذي اقدامات چې د بانکي قوانینو، مقرراتو او کړنلارو څخه سرغړونه کوي، تر لاس لاندې نیسي.

اداري جوړښت:

د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې د لوی آمریت اوسنی جوړښتي تشکیل له څو بستونو څخه جوړ دی. په دې تشکیل کې یو آمر او د مرستیالانو دوه بستونه شامل دي چې د لوی مرستیال او د صرافانو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د څارنې مرستیال، شپږ مدیران او همدارنګه د هېواد په مرکز او زونونو کې کارکوونکي رانغاړي.

لوی مرستیال:

لوی مرستیال درې مدیریتونه لري  چې په کې د برېښنایی پیسو د مؤسسو د څارنې مدیریت، د کوچنیو پورونو او مالي اجارې د مؤسسو د څارنې مدیریت او د تعقیب او د ساحې بهر د څارنې مدیریت شامل دي. د یادونې وړ ده چې دا معاونیت د شرکتونو د ساحې دننه او ساحې بهر د څارنو ټولې چارې سرته رسوي.

د صرافانو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو د څارنې مرستیال:

دا مرستیالیت درې مدیریتونه لري چې په کې د جواز ورکولو مدیریت، د عمومي څارنې او د پیسو وینځلو او د ترهګری د تمویل پر وړاندې د مبارزې مدیریت او د زونونو د همغږۍ مدیریت شامل دي. دا مدیریتونه ټولې مقرراتي، دجواز ورکولو د صرافانو او د پولي  خدمتونو د وړاندې کوونکو د څارنې چارې ترسره کوي.