د افغانستان بانک د لوی ریاست سرپرست رییس پیغام

متوازنې، دوامدارې اقتصادي ودې ته لاسرسۍ او ځان بساینې ته رسیدل مناسب او مساعد چاپیریال جوړولو لکه د لوی اقتصاد د ټیکاو تامینولو او ساتلو (د بیو ټیکاو، دوامداره پراختیا، د اقتصادي بېخبنسټونو ساتنې او پراختیا، د مالي او بانکي سیستم سلامتیا او خوندیتوب) ته اړتیا لري.

د افغانستان بانک، د هېواد د مرکزي بانک په توګه د کورنیو بیو په ټیکاو باندې د ټینګار ترڅنګچې بنسټیزه موخه یې ګڼل کیږي، خپلې پالیسۍ او کړنې په داسې ډول طرحه او پلې کړي دي چې د ټولنې دکمزوره او زیان منوونکي وګړو ملاتړ وکړي.

د بیو ټیکاو او د هغه د نوسانونو لهنه شتون څخه دډاډ ترلاسه کولو تشبثاتو ته زمینه برابره کړې او په هېواد کې د پانګونې لامل شوی دی چې په پایله کې یې د بوختیاوو کچه هم زیاته شوې او په ټولیزه توګه د ټولنې د ټولو برخو د عاید په کچه کې ښه والی راغلی دی.

له نړیوال منل شویو معیارونو سره برابر د یو داسې پیاوړي مالي نظامجوړول چې وکولای شيد هېواد د تولید، خدمتونو او پانګوونې په برخو کې د نن ورځې اړتیاوې پوره کړي د افغانستان بانک د اصلي ماموریت بله برخه ګڼل کیږي. یو پیاوړی مالي سیستم د مینځګړي په توګه کار کوي او هغو اشخاصو ته د اضافي مالي سرچینو د لېږد زمینه برابروي چې د یوې کوچنۍ سوداګرۍ د پیلولو او لویې پانګونې لپاره مالي سرچینو ته اړتیا ولري.

د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد د مالي او بانکي سیستم د سلامتیا او ثبات د مقرراتي او څارنیزو معیارونو او مناسبو ستراتیژیو په پام کې نیولو سره مطلوب وساتي او د مالي خدمتونو د پراختیا لپاره هڅې وکړي.

په نړۍ کې د اداینو د ډیجیټل کیدو د چټکه بهیر په پام کې نیولو سره د افغانستان بانک مشرتابه د هېواد د اداینو پهډیجیټل کېدو باندې تمرکز کوي او غواړي چې په اقتصادي راکړې ورکړې کې روڼتیا رامینځته کړي او سوداګرو او پانګه والو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پاي کې غواړم ووایم چې د افغانستان بانک ټولې کړنې د بنسټیزو ارزښتونو لکه: د عامه خلکو د ګټو لپاره د خدمت ژمنه، پیرودونکو (مشتریانو) ته د ښو خدمتونو وړاندې کول، د اخلاقو او رېښتینوالی د ارزښتونو ساتل، په چارو کې روڼتیا، د بېلګه ایزې رهبرۍ پیاوړتیا، د ډله ایز کار دودول، د عدالت او مساواتو د اصولو رعایتول او د محرمت په ساتلو باندې ولاړې دي چې د افغانستان بانک ټول کارکوونکي اړ دي څو دا ارزښتونه په پام کې ونیسي.