د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان د کاري ډلې د درې اړخیزې غونډې جوړیدل

Mpoya
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۸ - ۱۰:۴۹
د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان د کاري ډلې د درې اړخیزې غونډې جوړیدل

۱۳۹۹ د مرغومې ۲۷ – د اقتصادي همکاریو په تړاو د افغانستان، ترکمنستان او اذربایجان ترمنځ د درې اړخیزې کاري ډلې غونډه په انلاین ډول جوړه او په لړ کې یې د غړو هېوادونو ترمنځ د درې اړخیزې لار نقشه لاسلیک شوه.

دا غونډه د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان د ولسمشرانو د غونډې او درې اخیزې هوکړې په دوام جوړه شوه چې په اوږدو کې یې د اړیکو د ټینګښت او تنظیم او اقتصادي همکاریو په برخه کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د کمېټې او د لار د نقشې په جوړیدو باندې هوکړه وشوه او په دې هوکړه لیکونو کې د درج شویو مواردو د پرمخ بیولو په موخه کاري ډلې ټاکل شوې وې. د یادونې وړ ده چې دا کاري ډلې د افغانستان بانک د لوی ریاست د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په مشرۍ پر مخ وړل کیږي.

ښاغلي اجمل احمدي په دې غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه چې په پورته یادو شویو برخو کې د ګډو سترایژیکو پروژو په پلي کېدو سره به د صادراتي او وراداتي توکو، پانګونو، په اسانه او چټکه توګه له ګمرکونو څخه د سوداګریزو توکو د خلاصولو، د درېیو واړو هېوادونو د دولتي او خصوصي سکتورونو ترمنځ د انرژۍ د پېر او د لاجوردولار د پروژې له لارې د اقتصادي پروژو د پراختیا په برخو کې به اړینې اسانتیاوې رامنځ ته شي چې له امله به یې د افغانستان، ترکمنستان او آذربایجان ترمنځ سالمې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې او د سیمه ایزې نښلېدنې بهیر بهګړندیشي.

ښاغلي احمدي د دوستو هېوادونو ترکمنستان او آذربایجان له ښه نیت څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې افغانستان به د سیمې د یو مهم ستراتیژیک شریک په توګه له تاسو سره همکار وي او د سترو اقتصادي پروژو چې د سیمې د هېوادونو د هوساینې، سوکالۍ او پرمختګ لامل کیږي، په پلي کولو او په لاره اچولو کې به له هیڅ ډول هڅې او هاند څخه دریغ ونه کړي.

ښاغلي اجمل احمدي د دې پروژو د پلي کېدو په تړاو چې کولای شي د افغانستان او سیمې د هېوادونو د خلکو په ژوند کې مثبت بدلونونه راولي، د خوښۍ په څرګندولو سره زیاته کړه چې افغانستان به له سویلي، ختیځې او لویدیځې آسیا سره د مرکزي اسیا د اتصال د څلور لارې په توګه خپل ستراتیژیک موقعیت د دې پروژې په پلي کولو سره ثابت کړي.

د یادونې وړ ده چې راتلونکې غونډې به د لاسلیک شویو پروژو د تحقق او تطبیق د څېړنې په موخه په میاشتني ډول د افغانستان د اسلامي جمهوریت د داخلي کاري ډلې او په درې میاشتني ډول د غړو هېوادونو د درې اړخیزې کاري ډلې د غړو ترمنځ جوړیږي.

آخرین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۸ - ۱۱:۳۴
Background image

د افغانستان بانک 48 میلیون دالر امریکایی را لیلام میکند

8 سرطان 1400- د افغانستان بانک الی مبلغ 48 میلیون دالر امریکایی را طی داوطلبی به روز چهارشنبه مؤرخ 1400/04/09 ه ش بطور لیلام بفروش می رساند. د افغانستان بانک بمنظور اشتراک در این. . .

یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۶ - ۱۳:۸
Background image

عقد تفاهمنامه اتصال سیستم افمس (AFMIS) وزارت مالیه با سیستم تادیات بین البانکی (ATS) دافغانستان بانک

6 سرطان 1400- د افغانستان بانک به تداوم فراهم آوری تسهیلات و اصلاحات لازم تادیاتی این بار در زمینه اتصال سیستم تادیات بین البانکی با سیستم افمس وزارت محترم مالیه اقدام نموده و تفاهمنامه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۸:۵۱
Background image

اعلامیه مطبوعاتی!

خلاصه:

این معلومات در پاسخ به فورم درخواست اطلاعات که بتاریخ ۲۰۲۱/۰۶/۵ توسط خبرنگار طلوع نیوز آقای ذبیح الله جهانمل خانه پری شده و به د افغانستان بانک مواصلت کرده تهیه و از قرار شرح. . .

بازگشت به خبر