په کندز ولایت کې د محصلینو لپاره د عامه پوهاوي د ورکشاپ جوړېدل

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۰:۰
په کندز ولایت کې د محصلینو لپاره د عامه پوهاوي د ورکشاپ جوړېدل

۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۹ مه – د افغانستان بانک له لوري په کندز ولایت کې د یو شمېر دولتي او خصوصي پوهنتونونو د محصلینو لپاره د مالي خدمتونو د پراختیا، وړو مالي تمویلاتو، برېښنایي بانکوالۍ، د ځایي اقتصادونو د ودې او د بانکي سکتور د پیاوړتیا په موخه د عامه پوهاوي ورکشاپ جوړ شو.

د دې ورکشاپ پرانیسته د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان وکړه، نوموړي وویل، موږ په یوه داسې عصر کې ژوند کوو چې اقتصادونه، بانکونه او ټولنیز بنسټونه، د معمولو مالي تبادلو له چوکاټ څخه ډېر پراخ شوي دي او نن بانکوالي د اقتصادي ثبات، د ټولنیز عدالت، د فقر د کمولو او د پرمختګ د تسریع یو مهم لامل ګڼل کېږي.

نوموړي زیاته کړه، د افغانستان بانک د علمي ټولنې په پانګه باور لري، هغه پانګه چې یوازې د درسي کتابونو د معلوماتو تر کچې محدوده نه ده، بلکې ستاسو د فکرونو، ابتکاري نظریو، څېړنیزو هڅو او بحثونو له لارې عملي پالیسي، نوې حل‌لارې او پرمختیایي ستراتېژۍ زېږوي.

ښاغلي فیضان وویل، مونږ هیله لرو چې دا ورکشاپ به ستاسو د پوهاوي کچه لا پراخه کړي او تاسې به وکولای شئ ترلاسه شوي معلومات له نورو سره هم شریک کړئ.

په دې ورکشاپ کې د افغانستان بانک له غیر بانکي مالي مؤسساتو څخه د څارنې، بانکي څارنې او مالي خدمتونو، عامه اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا او د اداینو سیستم د لویو آمریتونو له لوري د غونډې ګډونوالو ته معلوماتي پریزنټیشنونه وړاندې شول.

ورپسې د کهندژ پوهنتون رئیس ښاغلي عبدالقادر مهرزاد د کندز ولایت د پوهنتونونو د استادانو او محصلینو په نمایندګۍ خبرې وکړې او د افغانستان بانک له لوري د دې ورکشاپ له جوړولو یې مننه وکړه، نوموړي هیله وښوده چې د افغانستان بانک له لوري دا ډول ورکشاپونه به دوام پیدا کړي او په دې وسیله به د عامه پوهاوي په لوړولو کې خپل مؤثر رول لا پیاوړی کړي.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر