د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۲:۴۰
د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ ۲۳ کلنۍ غونډه

د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد اغا او مل پلاوي د روان میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱ - ۳ نېټې پورې د مراکش په پلازمېنه رباط کې د اسلامي مالي خدماتو بورډ په درویشتمه کلنۍ غونډه کې ګډون وکړ. پدې غونډه کې چې د مراکش د مرکزي بانک (بانک المغرب)، په کوربه توب جوړه شوې وه د افغانستان بانک په ګډون د نورو اسلامي هېوادونو د ۳۴ مرکزي بانکونو رئيسانو، معاونینو او استازو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د بورډ د تېر کال اجراآت او د اسلامي بانکوالۍ او مالي مسایلو اړوند راپورونه د غړو هېوادونو لخوا تر بحث وروسته تصویب شول. همدارنګه په غونډه کې شپږو اسلامي هېوادونو او د اسلامي بانکوالۍ نړیوالو مؤسساتو د صادراتو، وارداتو، پانګې اچونې او د صکوکو د لارې د بنسټېزو پروژو د تمویل په برخه کې خپلې تجربې له ګډونوالو سره شریکې کړې.

په غونډه کې د راتلونکي کال لپاره د شریعت د اصولو په اساس د اسلامي بانکوالۍ د اړوندو معایرو په ښه تطبیق، اسلامي بانکي او غیر بانکي سکتورونو کې د ثبات او ښه مدیریت په پیاوړي کېدو، مالي شمولیت، ظرفیت لوړونې، د ډيجیټلایزیشن او د مالي تکنالوژۍ یا فېنټیک څخه پر موثرې استفادې او په نړیواله کچه د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د ترویج په وړاندې پر شته ګواښونو، پلانونو او عملي اقداماتو بحث وشو.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په یاده غونډه کې د اسلامي مالي خدماتو د بورډ د رئيس ښاغلي ډاکټر غیاث شبسېغ سره په لېدنه کې د شریعت د اصولو پر اساس د افغانستان د بانکي سکتور د لا ښه مدیریت، ظرفیت لوړونې او ښونیزو پروګرامونو په اړه بحث وکړ او پدې برخو کې یې د اسلامي مالي خدماتو بورډ د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د اسلامي مالي خدماتو بورډ یوه نړیواله اسلامي مؤسسه ده چې په هغه کې د افغانستان بانک، د نورو اسلامي هېوادونو مرکزي بانکونه، نور اسلامي بانکونه او نړیوالې مالي ادارې غړیتوب لري.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۷:۱۴
Background image

جلسه شورای عالی د افغانستان بانک برگزار شد

۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک و معاون شورای عالی این بانک، برگزار گردید، طی این جلسه پیرامون. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۵:۱
Background image

تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و ای سی جی ایف به امضا رسید

۱۴ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ - تفاهم‌نامه همکاری میان د افغانستان بانک و مؤسسه بین‌المللی بنیاد اعتباری افغانستان طی نشستی در تالار شورای عالی د افغانستان بانک، به امضا رسید.

محترم صدیق‌الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

نمونه های بانکنوت های مندرس

بانکنوت های که دارای خصوصیات ذیل باشند، در جمع بانکنوت های مندرس محسوب و قابل تعویض می باشند:

هموطنان عزیز می توانند این نوع بانکنوت ها را در مرکز و ولایات کشور در نمایندگی های د. . .

بازگشت به خبر