د افغانستان بانک 25 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
د افغانستان بانک 25 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 شعبان المعظم 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د شعبان المعظم د میاشتې په 6 نېټه (1403/11/17) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (25) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي ترڅو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د بانکي حساب پرانیستل آسانه شوي دي!

آیا تاسې بانکي حساب ته اړتیا لرئ؟

اوس تاسې کولی شئ چې یواځې د تذکرې په درلودلو سره انفرادي بانکي حساب پرانیزئ. د تذکرې د نشتون په صورت کې، کولای شئ تر هغه وخت پورې چې تذکره ترلاسه کوئ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک 25 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 شعبان المعظم 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د شعبان المعظم د میاشتې په 6 نېټه (1403/11/17) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (25) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۰
Background image

د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه

۱۴۴۶ د شعبان المعظم ۴ مه – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره د افغانستان بانک له هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته