د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په اړه غونډه

۱۴۴۴ جمادي الاول ۱۰ مه – د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په اړه د خصوصي سکتور له استازو سره د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي ادارو د استازو په ګډون غونډه جوړه شوه.
په یاده غونډه کې د بانکي سکتور د ټینګښت او لا پیاوړتیا په اړه د غونډې د ګډونوالو تر منځ د هېواد په اقتصادي رغښت کې د بانکي سکتور پر ارزښت خبرې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس خبرې وکړې او د خصوصي سکتور له استازو یې مننه وکړه چې ډېرو سختو شرایطو کې یې له بانکي سکتور څخه ملاتړ وکړ. نوموړي د هېواد په اقتصادي رغښت کې د خصوصي سکتور رول د ارزښت وړ یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان بانک به د دې سکتور لپاره اړینې بانکي اسانتیاوې برابرې کړي.
د دې غونډې په بله برخه کې د افغانستان بانک د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي عبدالرحمن قانت د بانکي سکتور د وضعیت په اړه د غونډې له ګډونوالو سره هر اړخیز معلومات شریک کړل، نوموړي د سوداګریزو بانکونو له استازو وغوښتل چې د ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د خصوصي سکتور لپاره د غوره بانکي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د مالیې، صنعت او سوداګرۍ محترمو وزیرانو او د خصوصي سکتور استازو هم خبرې وکړې.