د پیسو وینځلو او له جرایمو  څخه د را پیدا شوو عوایدو سره د مبارزې د همغږۍ د عالي کمیسیون اتمه غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۴:۳۹
د پیسو وینځلو او له جرایمو  څخه د را پیدا شوو عوایدو سره د مبارزې د همغږۍ د عالي کمیسیون اتمه غونډه

۱۴۴۶ د صفر المظفر ۱۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ  چې په ورته وخت کې د پیسو وینځلو او له جرایمو څخه د را پید شوو عوایدو سره د مبارزې د هغمږۍ د عالى کمیسیون رئیس هم دی غونډه جوړه شوه.

د یادې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا د پیسو وینځلو او له جرایمو  څخه د را پیدا شوو عوایدو سره مبارزه د هیوادونو په مالي او اقتصادي امنیت کې ترټولو مهمه مسله یاده کړه او ویې ویل چې د پیسو وینځل او له جرایمو  څخه را پیدا شوي عواید نه یوازې د هیوادونو اقتصادي او مالي سیستم کمزوری کوي، بلکې د جرمي فعالیتونو د پیاوړتیا او پراخیدو بنسټ هم جوړوي.

نوموړي زیاته کړه له همدې امله، د پیسو وینځلو او له جرایمو  څخه د را پیدا شوو عوایدو سره مبارزه د دولتونو او مالي تنظیم کونکو بنسټونو له مهمو لومړیتوبونو څخه شمیرل کیږي. ښاغلي نور احمد آغا وویل، دا کار د مالي او اقتصادي امنیت د ټینګښت سربیره، د جرمونو په کمولو او په اوږد مهال کې د هیواد د ثبات او دوامدار پرمختګ سره هم مرسته کولای شي. نوموړي د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا شوو عوایدو د مخنیوي په برخه کې د اړوندو ادارو تر منځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس تر خبرو وروسته د غونډې د ګډونوالو تر منځ چې د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد هم په کې ګډون درلود د پیسو وینځلو او له جرایمو  څخه د را پیدا شوو عوایدو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه، همدارنګه په تېر کال کې په دې برخه کې پر ګډو لاسته راوړنو او راتلونکو فعالیتونو بحثونه تر سره شول.

باید وویل شي چې د دې غونډې په ترڅ کې د افغانستان بانک د مالي رپوټونو او معاملو دشننې مرکز د لوی آمریت له لوري د غونډې ګډونوالو ته د پیسو وینځلو او له جرایمو  څخه د را پیدا شوو عوایدو سره د مبارزې په برخه کې د تر سره شوو کړنو او لاسته راوړنو په اړه معلوماتي پریزنټیشن وړاندې شو.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک په تېرو درېیو کلونو کې د پیسو وینځلو او له جرایمو څخه د را پیدا شوو عوایدو سره په ښه ډول مبارزه کړې ده او په دې برخه کې ټول شته نړیوال قوانین او مقررات یې پلي کړي دي. د افغانستان بانک ژمن دی چې له اړوندو ادارو سره لا ډېر کار  وکړي او په دې وسیله د ټولو هغو کړنو مخه ونیسي چې د پیسو وینځلو او جرایمو څخه د را پیدا شوو عوایدو په برخه کې مرسته کوي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۱ - ۱۶:۳۹
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د کندهار زون څلور ولایتونو ته سفر وکړ

د افغانستان بانک یو پلاوي چې مشري یې د دې بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد کوله، سویل لویځ زون ته سفر وکړ او هلته یې د افغانستان بانک اړوند زون، نمایندګیو، سوداګریزو بانکونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۷:۷
Background image

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د عزیزي بنسټ له بنسټګر سره ولیدل

د افغانستان بانک رئیس، ښاغلي نور احمد آغا او لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د عزیزي بنسټ له بنسټګر ښاغلي میرویس عزیزي سره وکتل او د بانکي سکتور د لا پرمختګ په تړاو یې هر اړخیز بحث. . .

بېرته خبرونه ته