د کارکوونکو په دندو کې بدلون او تغیرات په ادارو کې یو اصل ګڼل کېږي.

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۹ - ۱۶:۱۴
د کارکوونکو په دندو کې بدلون او تغیرات په ادارو کې یو اصل ګڼل کېږي

۲۵ ربیع الثانی ۱۴۴۴-- په دندو کې د بدلون او تغیراتو د اصل په پام کې نیولو سره او په ښه توګه د چارو پرمخ بېولو او د بانک ذینفعانو، په ځانګړې توګه عام ولس ته د اغېزناکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د افغانستان بانک د یو شمېر مسلکي، وړ او تجربه لرونکو کادرونو په مسؤلیتونو کې یو لړ بدلونونه او تغیرات رامنځته شول.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي حاجي ادریس د یادو کارکوونکو د معرفي کولو پر مهال وویل چې په ادارو کې بدلون او تغیرات یو اصل ګڼل کېږي او د مثبت بدلون په موخه رامنځته کېږي. ښاغلي حاجي ادریس زیاته کړه چې د افغانستان بانک د آمریتونو کارکوونکي په اوسنیو حساسو شرایطو کې له مسؤلیته ډکې دندې لري ځکه چې بانکي سکتور د یو مهم پړاو څخه د تېرېدو په حال کې دی. هغه د دې کارکوونکو د تېرو کړنو قدرداني وکړه او هغوی ته یې په نویو سپارل شوو چارو کې د بریا هیله څرګنده کړه.

لاندې د هغو کارکوونکو لنډه بیوګرافي وړاندې کېږي چې په مسؤلیتونو کې یې بدلون رامنځته شوی او ارتقا یې موندلې ده.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۲
Background image

د افغانستان بانک له غرب زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د شعبان المعظم ۲۰ مه - د افغانستان بانک له اړوندو کړنلارو سره سم له غرب زون څخه راټول شوي د ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنځه سوه اووه دېرش میلیونه اووه سوه او شپږ څلویښت زره) افغانیو په. . .

بېرته خبرونه ته