په اداراتو کې د افرادو تغییر او تبدیل د بشري سرچینو یو اصل دی

Mpoya
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۱۶:۵۵
په اداراتو کې د افرادو تغییر او تبدیل د بشري سرچینو یو اصل دی

۱۴۴۶ محرم الحرام ۲۸ مه – د افغانستان بانک د پالیسۍ د ستر سلاکار په ګډون د یو شمېر آمریتونو لپاره آمرین او مرستیالان معرفي شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې جوړه شوې وه، د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په اداراتو کې د افرادو تغییر او تبدیل د بشري سرچینو یو اصل یاد کړ او زیاته یې کړه چې دا تغییر او تبدیل د چارو د لا ښه سمون په موخه رامنځته شوی دی.

د دې تغییر او تبدیل پر اساس د افغانستان بانک د تدارکاتو لوی آمر ښاغلی فدامحمد فیضان د ریاست د دفتر د لوی آمر په توګه، د حقوقي چارو د مشاوریت مرستیال ښاغلی احمد شاه خادم د افغانستان د مالي او بانکي انستیتوت (AIBF) د رئیس په توګه او د اسلامي بانکوالۍ لوی آمر ښاغلی دکتور محمد یوسف سلیم د افغانستان بانک د ریاست مقام د پالیسۍ د ستر سلاکار په توګه معرفي شول.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي بانکوالۍ او بانکي څارنې له لویو آمریتونو څخه د بانکي او مالي چوپړتیاوو د څارنې په نوم یو آمریت جوړ شو او د بانکي څارنې لوی آمر ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت د دې آمریت د لوی آمر په توګه معرفي شو.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۶
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۱۴
Background image

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د یونما له مرستیال او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له مشر سره وکتل

 د ۱۴۴۷ کال د رمضان المبارک ۲۰ مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال، ښاغلي صدیق الله خالد، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یونما) له مرستیال اندریکا راتوات او د ملګرو ملتونو د پراختیايي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

که چېرې مالي مؤسسو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا له تـاسې سره نـامناسب چلند کیږي او یـا هم ستاسې حقونـه د اصولو پـربنسټ نـه درکول کیږي، نـو کولای شئ چې خپل شکایـت. . .

بېرته خبرونه ته