په ۱۴۰۰ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ د شریعه بورد لومړۍ غونډه

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۰:۱۳
په ۱۴۰۰ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ د شریعه بورد لومړۍ غونډه

۱۴۰۰ کال د وري ۲۸ مه – د ۱۴۰۰ مالي کال په اوږدو کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ د شریعه بورد لومړنۍ غونډه د شریعه بورد د رئیس ښاغلي فضل الرحیم بصیرت او د دې بورد د غړو هر یو ښاغلي ډاکتر نور عباد او پروفیسور محمد اکرام لال الدین په ګډون جوړه شوه.

د غونډې پیل د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په وینا وشو چې په اوږدو کې یې ښاغلي احمدي د دودیزې بانکوالۍ تر څنګ د اسلامي بانکوالۍ پر ارزښت، د اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو او خدمتونو پر څرنګوالي او په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

ورپسې د آجنډا مطابق، په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پرمختګ په برخه کې د یو شمېر پالېسیو او کړنلارو، د بانکونو له لوري د اسلامي بانکوالۍ د محصولاتو او خدمتونو په برخه کې د تنوع په رامنځته کولو او  د اسلامي بانکوالۍ د لا زیاتې پراختیا او یو شمېر نورو ورته موضوعګانو په اړه د نظرونو تبادله تر سره شوه او په دې اړه لازمې پرېکړې وشوې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۷:۳۸
Background image

د افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې له ملت شره شریکې کړې

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۷ مه -  د افغانستان بانک ملت ته د حساب ورکولو په موخه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام په ترڅ کې د افغانستان له. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۸:۱۹
Background image

د افغانستان بانک له مرکز، ختیځ او جنوب ختیځ زونونو څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د محرم الحرام ۲۵- د افغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د کړنلارې سره سم له مرکزي زون، جنوب ختیځ (ګردیز) او ختیځ (ننګرهار) زونونو څخه راټول شوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۳۲
Background image

ګرانو هېوادوالو!

که چېرې خصوصي بانکونو ته د مراجعې پر مهال له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، یا د بانک کارکوونکي له تاسې سره نامناسب چلند کوي او یا هم ستاسې حقونه د اصولو پربنسټ نه درکول کیږي، نو کولای شئ چې. . .

بېرته خبرونه ته