د افغانستان بانک له سرپرست رئیس سره د یوناما د مشرې لیدنه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۰ - ۱۶:۲۳
د افغانستان بانک له سرپرست رئیس سره د یوناما د مشرې لیدنه

۱۴۴۵ ذوالحجة الحرام ۲ مه – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د یوناما له مشرې آغلې روزا اوتونبایوا سره ولیدل او د مالي خدمتونو د پراختیا په اړه یې ور سره خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري یادونه وکړه چې د افغانستان بانک ژمن دی چې د هېواد ټولو برخو ته مالي خدمتونه ورسوي، ترڅو درانه هېوادوالو وکولای شي چې په آسانه ډول ارزانه او غوره کیفیت لرونکو مالي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

ښاغلي بدري وویل د دې برخې د پیاوړتیا لپاره د هېواد اوسنیو شرایطو ته په پام سره مقرره جوړې شوې ده چې په پلي کېدو سره به یې خلک وکولای شي، په آسانه ډول کوچني پورونه تر لاسه کړي. د ښاغلي بدري په خبره کوچنیو پورونو ته د خلکو لاسرسی د بیوزلۍ کچه کموي او د ندو په رامنځته کولو کې مرسته کوي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې آغلې روزا اوتونبایوا هم مالي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی د ارزښت وړ یاد کړ او په دې برخه کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو آمرینو او د یوناما له مشرې سره راغلي پلاوي هم ګډون درلود.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۸:۵۱
Background image

د بانکي حساب پرانیستل آسانه شوي دي!

آیا تاسې بانکي حساب ته اړتیا لرئ؟

اوس تاسې کولی شئ چې یواځې د تذکرې په درلودلو سره انفرادي بانکي حساب پرانیزئ. د تذکرې د نشتون په صورت کې، کولای شئ تر هغه وخت پورې چې تذکره ترلاسه کوئ،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک 25 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 شعبان المعظم 5 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د شعبان المعظم د میاشتې په 6 نېټه (1403/11/17) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (25) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۴:۰
Background image

د افغانۍ د ثبات لپاره د افغانستان بانک د هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه

۱۴۴۶ د شعبان المعظم ۴ مه – د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د افغانیو د ارزښت ساتنې لپاره د افغانستان بانک له هڅو د ملاتړ په موخه مطبوعاتي غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې د. . .

بېرته خبرونه ته