د افغانستان بانک خبرتیا
د افغانستان بانک د مخکینی خبرتیا په تعقیب، ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان بانک د هېواد پولي بازارونه په دقیقه توګه تر نظر لاندې لري او د بیو ثبات او د تبادلې د نرخ د ثبات لپاره اړین ګامونه پورته کوي.
همدارنګه، د هېوادوالو د ډاډ لپاره یادونه کېږي چې د افغانستان بانک کافي سرچینې په واک کې لري او د اړتیا په صورت کې د پولي بازارونو او مالي بنسټونو د افغانیو او اسعارو اړتیاوې پوره کوي.