د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۵:۵۱
د افغانستان بانک له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي مندرس بانکنوټونه وسوځول

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الثاني ۶ مه - د افغانستان بانک له اړوندو  کړنلارو سره سم د ۴۰۵،۸۹۲،۰۰۰ (څلور سوه پنځه میلیونه او اته سوه دوه نوي زره) افغانیو په ارزښت له سویل لویدیځ زون څخه راټول شوي د افغانۍ زاړه بانکنوټونه د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي مُلا محمد آخند په مشرۍ د ګمارل شوي پلاوي تر څارنې لاندې له کره شمېرنې او کنټرول څخه وروسته په کندهار ولایت کې وسوځول شول. په دې بانکنوټونو کې د (۱۰،۲، ۲۰، ۵۰، ،۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰) افغانیو انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي مُلا محمد آخند وویل چې دافغانستان بانک په راکړو ورکړو کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانکنوټونه له بازار څخه راټولوي او په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټه وېشي چې مندرس بانکنوټونه د اړوندو مقرراتو په رڼا کې سوځول کیږي. ښاغلي مُلا محمد آخند له هېوادوالو څخه وغوښتل چې د افغانۍ د بانکنوټونو سمې ساتنې او کارَونې ته ډېره پاملرنه وکړي ځکه چې د نویو بانکنوټونو پر چاپ ډیر لګښت راځي. هغه زیاته کړه چې په ککړو لاسونو د بانکنوټونو له شمېرلو څخه ډډه کول او له ځان سره د افغانۍ د ساتلو لپاره د بټوو کارول کولای شي چې له ټاکلې مودې څخه مخکې د بانکنوټونو له زړېدو څخه مخنیوی وکړي.

د یادونې وړ ده چې دا بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو او د امنیتي ادارو استازو په شتون کې له بارولو څخه وروسته د ټاکل شوي پلاوي لخوا مخصوصو بټیو ته لیږدول کیږي او په یو وار سوځول کیږي.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۶:۲۵
Background image

د افغانستان بانک پلاوي د شمال او شمال ختیځ زونونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ یو پلاوي شمال او شمال خیتځ زونونو ته سفر وکړ او په دې زونونو کې یې د افغانستان بانک له نمایندګیو څخه لیدنه وکړه؛ دا سفر د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۵
Background image

د افغانستان بانک خبرتیا

په دې وروستیو کې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ځینې اشخاص په ورځنیو اقتصادي راکړو ورکړو کې د ۱، ۲  او ۵ افغانیو بانکنوټونو او سکو له اخیستلو څخه ډډه کوي. له همدې امله ټولو هېوادوالو ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۵۰
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه ترسره شوه

د ۱۴۴۷ کال د شوال المکرم ۱۸ مه - د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د دې بانک د رئیس، ښاغلي نور احمد آغا، په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې شورا رئیس هم دی، په مشرۍ او د شورا د غړو په حضور. . .

بېرته خبرونه ته