د تش بست خبرتیا

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۵:۲۸
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست ځانګړتیاوې

د بست نوم: د تبلیغاتو او طراحي  آفیسر

آمریت: د  افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت

ګریډ: شپږم (۶)

د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د ربیع الثانی ۱۸  

د پای نېټه: ۱۴۴۶ د جمادی الاول ۲

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسؤولیتونه:

• د اف پی اړوند تلبلیغاتو مدیریت؛

• د اف پی لپاره د برنډکولو (‌Branding) طرحې وړاندې کول؛

• د ټولنیزو پاڼو په کار اچونه او د هغې مخکې وړل؛

• د ویبپاڼو او ټولنیزو پاڼو لپاره د مسلکي تبلیغاتو او ډیزاینونو ترتیب کول؛

• د اف پی لپاره د محرکو ویډیوي اعلانونو ترتیب او چمتو کول؛

• د اف پی لپاره د چاپي ډیزاینونو لکه بلبورډونو، بروشرونو، کارتونو، پوسټرونو او اعلانونو ترتیب او طرحه کول؛

• د ټولنیزو پاڼو، طرحه، ترتیب او ډیزاین کول؛

•  د محرک انځوریزو او ویډیوي سکریپټونو او غږونو طرحه، ترتیب او ډیزاین کول؛

• د اړتیا وړ انمیشنونو ترتیب او تنظیم کول؛

• د اف پی برنډ کولو (Branding) څارنه او تطبیق؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو لیکنه او تعقیب او د دقیقې مراجعې او اقدام په پام کې نیولو سره په ټاکلي وخت د هغې طی مراحل ترسره کول؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د زده کړې درجه:

د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ او ګرافیک ډیزاین په برخو کې لیسانس.

تجربه:

لږ تر لږه د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې

له ملي ژبو او انګلیسي ژبې سره بلدتیا، د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا، د مدیریتي مهارتونو درلودل، د کاري مسئولیت پوهه او درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د دندې د محرمیت ساتل، په خبرو کې فصاحت او بلاغت، په پښتو او دري ژبو د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا، د پروپوزلونو د ترتیب او د پروژو حقوقي مدیریت وړتیا درلودل.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

•درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

•د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies