د تش بست خبرتیا

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۶ - ۱۳:۴۳
د تش بست خبرتیا

د خپریدو نېټه

د پای نیټه

د بست نوم: د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزې څارونکي

آمریت: د بانکې څارنې لوی آمریت

ګرېډ: اتم (۸)

د پستونو شمېر: ۷

د خبرتیا د پیل نېټه: ۱۴۴۵ د شعبان المعظم   ۱۳   

 د خبرتیا د پای نېټه: ۱۴۴۵ د شعبان المعظم  ۲۷

د ګمارنې ډول: دایمي

دندې او مسئولیتونه:

• په هېواد کې د جواز لرونکو بانکونو څخه د کمی او کیفي راپورونو راټولول، د اړوندو وسایلو په کارولو سره تحلیل او د څارنې ستراتیژۍ چمتو کول؛

• د اړونده کړند لارو سره سم د بانکونو د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزې د څارنې ترسره کول؛

• د بانکونو د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزې په اړه د بېلابېلو برخو څېړنه؛

• د بانکونو د څارنیزو راپورونو چمتو کول او د بانکونو اړوند اسنادو دوسیه بندي کول؛

• د بانکونو فعالیتونو شننه او څېړل د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزې له نظره د افغانستان بانک له قوانینو، مقرراتو، متحدالمالونو او اړوندو لارښوونو سره سم د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزې په برخه کې د بانکونو د کړنو شننه او څېړنه؛

• د څارنې د پلان په ترتیب او د اړوندو کمېټو کې ګډون او په اړوندو چارو کې د وړاندیزونو او نظرونو وړاندې کول؛

• د څارنې په بهیر کې د اړتیا پر مهال د څارنې موندنې او نور اړوند مسایل له مستقیم مدیر او مرستیال مدیر سره شریکول؛

• د څارنې موندنې او نور اړوند موضوعاتو د اړتیا پر مهال له مستقیم مدیر، مرستیال مدیر او آمریت ته د څارنې په جریان کې شریکول؛

• د سپارل شویو قضیو څېړل او د هغوی د اړینو اسنادو راټولول او ساتل؛

• د افغانستان بانک او نورو اړوند ادارو لخوا په روزنیزو پروګرامونو کې ګډون؛

•د کاري پلانونو ترتیبول او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول؛

•د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونو پر بنسټ د لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کیږي؛

تحصیلي درجه:

په اقتصاد، مالي او بانکوالۍ، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره، حقوق او یا محاسبې په برخو کې لیسانس او په پورتنیو برخو کې د ماسټرۍ درلودونکي ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د دندې اړوند (۳) کلنه کاري تجربه.

مهارتونه او وړتیاوې:

• له ملي ژبو او انګلېسي سره بلدتیا؛

• د مدیریتي مهارتونو درلودل؛

• له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا؛

• له بانکي قوانینو او مقررو سره بلدتیا؛

•   د بانکي، مالي مؤسسو، د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزې له قوانینو او مقررو، نړیوالو معیارونو او تړونونو سره بلدتیا؛

• د کاري مسئولیتونه درکول او په کاري ساحو کې د ستونزو په ګوته کول؛

• د دندې اړوند محرمیت ساتل؛

• د مرکزي بانک د دندو او موخو په اړه پوهه درلودل؛

• په خبرو کې فصاعت او بلاغت؛

• د مکتوبونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکلو وړتیا؛

• د پروپوزلونو د ترتیبولو او پروژو د مدیریت وړتیا؛

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، بادسپلین، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

مینه وال او غوښتونکي کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي اسناد دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.

Related VacanciesShow all

Back to vacancies