د کاتب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۳ - ۹:۳۹
د کاتب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته ښوونیز ورکشاپ جوړ شو

کابل، د غبرګولي ۲۲ مه – د افغانستان بانک له لوري د کاتب پوهنتون محصلینو ته د دغه بانک د موخو، دندو او کلي سیاستونو په اړه یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

د دې ورکشاپ په پیل کې د کاتب پوهنتون د اقتصاد پوهنځي سرپرست او استاد ښاغلي احمد محمدي یاد پوهنتون ته دافغانستان بانک هیئت ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د دغه ډول ښوونیزو ورکشاپونو او د اطلاع رسونې په برخه کې مرکزي بانک په توګه د افغانستان بانک له لوري د معلوماتو د شریکولو په اهمیت او د دغه بانک په کلي سیاست محصلینو ته خبرې وکړې.نوموړي د محصلینو لپاره د دغه ډول ورکشاپونو جوړول د دوی د علمي کچې په لوړولو کې د اهمیت وړ وبلل.

ورپسې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر د لوی آمریت مرستیال ښاغلي شفیق الله بارز خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک د خپلو بنسټیزو دندو سربېره د اطلاع رسونې، عامه پوهاوي او معلوماتو د شریکولو په برخه کې لازمو هڅو او همکاریو ته ژمن دی.

همدارنګه نوموړي زیاته کړه چې د اقتصاد، مالي او بانکي چارو د برخې محصلینو ته د بانک د موخو، دندو او کلي سیاستونو په اړه د ښوونیزو ورکشاپونو جوړول له پوهنتونونو سره د افغانستان بانک د اکاډمیکو همکاریو یوه برخه ده چې د افغانستان بانک له لوري د محصلینو د ظرفیتونو د لوړولو لپاره په پام کې نیول شوي دي.

ورپسې د افغانستان بانک د پولي سیاست د عمومي آمریت مرستیال ښاغلي احمد جواد سداد په هېواد کې د پولي سیاست د تطبیق، په کور د ننه د بیو د ثبات د تامین او ساتنې، د هېواد اقتصادي وضعیت ته په کتو سره د پیسو د وړاندې کولو په مدیریت، کنټرول او همدارنګه د مبادلې د نرخ په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د دې ښوونیز ورکشاپ په بله برخه کې د افغانستان بانک د مالي چارو د عمومي آمریت مرستیال ښاغلي سید محسن سادات پر بانکونو او مالي موسسو د نظارت (څار) یو پریزنټیشن وړاندې کړ چې په بانکونو کې د درجه بندۍ په تړاو یې د پانګو د کفایت، د داراییو د کیفیت (څرنګوالي)، د ګټې د مدیریت او سیالیت په اړه ګډون کوونکو ته معلومات ورکړل.

د ورکشاپ په وروستۍ برخه کې د ګډون کوونکو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

وروستي خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه

کابل، ۱۳۹۸ د وږي ۲۷ مه – د افغانستان بانک د مالي څارنې د عمومي آمریت د آمر ښاغلي محمد سلیم صلاح په مشرۍ د صرافانو د ټولنې له استازو سره د صرافۍ په مقرره کې د تعدیل او اصلاحاتو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۷ - ۱۵:۱۶
Background image

د افغانستان بانک په اډانه کې د روانو پروژو په اړه معلوماتي غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د وږي ۲۷ مه– د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په مشرۍ  په دې بانک کې د روانو پروژو په اړه د بانکي عملیاتو، د بازار عملیاتو، اداینو،. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۸/۶/۲۶ - ۱۵:۳۲
Background image

د افغانستان د مالي او بانکي انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د وږي۲۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشیر په مشرۍ د افغانستان د مالي او بانکدارۍ انستیتیوت د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه. . .

بېرته خبرونه ته