د حقوقي مشاوریت دفتر

دافغانستان بانک د حقوقي مشاوریت دفتر په ۱۳۸۳ کال کې د حقوقي مشاوریت دفتر په نامه د افغانستان بانک په اډانه کې جوړ شوی دی. دا دفتر د تقنیني اسنادو د تسوید په ګډون دافغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په اړه د لازمې مشورې او لارښوونې وړاندې کوي. همدارنګه د هېواد له نورو نافذه قوانینو سره د افغانستان بانک د تقنیني اسنادو همغږي کول یا تعدیلول، د افغانستان بانک حقوقي او تقنیني اړتیاوو ته ځواب ورکول، له دولتي ادارو، نړیوالو سازمانونو سره په غونډو کې کډون ( په هغه صورت کې چې دا غونډه د دافغانستان بانک حقوقي موضوع ګانې او مسئولیتونه راونغاړي) د دې لوی آمریت له مسئولیتونو څخه دي.

جوړښت

د حقوقي مشاوریت دفتر د یو آمر، مرستیال، د قوانینو او مقرراتو د تسوید ارشد مدیریت، د تقنیني او اداري اسنادو د سلاکارۍ ارشد مدیریت، د قراردادونو او انفرادي موضوعګانو د سلاکارۍ ارشد مدیریت، د عالي شورای د جلسو همغږي کوونکی او د عمومي اجرائیه څخه جوړ دی.

  • د قوانینو او مقرراتو د تسوید ارشد مدیریت

د نړیوالو معیارونو او د نړیوال بانک او نورو ملي او نړیوالو ادارو له غوښتونو سره سم د افغانستان بانک د تقنیني سندونو تعدیلول، د افغانستان بانک په اړوندو قوانینو او مقرراتو کې د تعدیل، بدلون او زیاتولو په اړه د افغانستان بانک د شعبو، اړوندو دولتي، خصوصي او نړیوالو ادارو د نظرونو راټولول او د بانکوالۍ د سیستم د قوانینو او مقررو په اړه د افغانستان بانک او عدلیې وزارت ترمنځ د اړیکو ټینګول د دې برخې له دندو څخه شمېرل کیږي.

  • د تقنیني او اداري اسنادو د سلاکارۍ ارشد مدیریت

د عالي شورای، عامل پلاوي او د دافغانستان بانک د اړوند آمریتونو همدارنګې د سوداګریزو بانکونو او د پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو او صرافانو د غوښتنې پر اساس په حقوقي موضوعاتو کې  د دافغانستان بانک له قوانینو، مقرراتو، لایحو او کړنلارو سره سم حقوقي مشورې، نظر او لارښونې وړاندې کول د دې برخې له دندو څخه شمیرل کیږي.

  • د قراردادونو او انفرادي موضوعګانو د سلاکارۍ ارشد مدیریت

د تدارکاتو د قانون او د تدارکاتو د کړنلارې سره سم د قراردادونو بیا کتنه، بررسي او حقوقي نظر وړاندې کول او همدارنګه د قدر وړ د مقام د لارښونې پر اساس د هوکړه لیکونه او تفاهم لیکونه بیا کتنه، بررسی او حقوقي نظر وړاندې کول د دې برخې له مسئولیتونو څخه دی.

  • د عالي شورای د جلسو همغږي کوونکی

د قدر وړ د مقام د هدایت پر اساس د عالي شورای د جلسو د نېټې تعیینول، د عالي شورای د غړو سره د جلسو د نېټې شریکول، د عالي شورای په اجندا کې د موضوعګانو د نیولو لپاره ټولو آمریتونو ته متحدل المال لیږل، همدرنګه د قدر وړ مقام د هوکړې پر اساس د عالي شورای آجندا جوړونه او د هغه شریکول د عالی شواری له غړو سره، د عالي شورای په تصاویبو کې شواری د غړو لاسیکونو اخیستنه، اړوند آمریتونو ته د عالي شواری د تصاویبو لیږل او داسې نور موارد د دې برخې له دندو څخه دي.

  • عمومي اجرائیه

ټول اسناد چې د دافغانستان بانک د اړوندو آمریتونو او باندني ادارو څخه حقوقي مشاوریت دفتر ته استول کیږي، د واردې په کتاب کې ثبتول او د آمر د هدایت څخه ورسته، د سند اسکن کول، د رسمي ایمیل پر اساس د سند لیګل اړوند برخې ته، او هغه اسناد چې د حقوقي مشاوریت دفتر څخه نورو اړوندو آمریتونو ته لیږل کیږی، د مکتوبونو ثبتول د صادرې په کتاب کې، د هغه مینوت د رسمي ایمیل پر اساس اړوند برخې ته لیږل او داسې نور موارد د دې برخې له دندو څخه دي.