په لویدیځ زون کې څه باندې ۵۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۴:۳
په لویدیځ زون کې څه باندې ۵۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

۱۴۴۶ د محرم الحرام ۲۹ مه – د افغانستان بانک له لوري (۵۵۹،۱۴۰،۰۰۰) پنځه سوه نهه پنځوس میلیونه، یو سل څلویښت زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د لویدیځ زون هرات ولایت په خزانه کې موجود وو او د افغانۍ

( ۱۰۰۰،۵۰۰،۱۰۰،۵۰،۲۰،۱۰) انواعیې په کې شاملې وې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې و سوځول شول.

د یادو بانکنوټونو د سوځونې پر مهال د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخند له خلکو وغوښتل چې د سوداګریزو راکړو ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پوره پاملرنه وکړي، ترڅو له وخت وړاندې مندرس نه شي، نوموړي زیاته کړه د بانکنوټونو ساتنې ته نه پاملرنه د دې سبب شوې ده چې بانکنوټونه له وخت وړاندې مندرس شي.

د یادونې وړ ده، چې راټول شوي مندرس بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو د استازو په شتون کې د ګمارل شوي پلاوي له خوا وسوځول شول.

آخرین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

بازگشت به خبر