د تش بست اعلان

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۴:۱۰
۶

تاریخ نشر

تاریخ ختم

د دندې عنوان: د انځور اخیستونکی آفیسر

آمریت: د ریاست دفتر لوی آمریت

ګریډ: شپږم (۶)

د پیل نېټه: ۱۴۴۶ د ربیع الثاني ۲۷

د ختم نېټه: ۱۴۴۶ د جمادی الاول ۱۱

د ګمارنې ډول: دايمي

دندې او مسئولیتونه:

• د اړتیا وړ پروګرامونو مدیریت، ترتیبول او تنظیمول او د انځور اخیستنې د ارشد آفیسر په نه شتون کې د چارو پرمخ بیول؛

• د بانک مجلې، ویبپاڼې، انځوریزو رسالو، کلیزو (کال هندارو) او ټولنیزو شبکو لپاره د عکاسۍ د چارو پرمخ بیول؛

• د خلکو د نظرونو اخیستلو لپاره د خلکو عکاسي، فلمبرداري او انځوریزو مرکو ثبتو ترڅو د افغانیو د ترویج، اسلامي بانکوالۍ، اداینیزو سیستمونو، د افغانستان بانک د پیسو سیاستونو او نورو مالي او بانکي موضوعاتو په اړه کلیپونو کې وکارول شي؛

• په مسلکي ډول د افغانستان بانک د خبري کنفرانسونو او رسمي غونډو پوښښ؛

• د اړتیا په صورت کې د کارونې لپاره د افغانستان بانک د خپرنیز آرشیف لپاره د فلمبردارۍ د چارو پرمخ بیول؛

• د بانک میاشتنۍ (مجلې) له لارې د خپرېدو لپاره د مضمون له منځپانګې سره سم د انځورونو چمتو کول؛

• د مرکې یا د بانک خبري کنفرانسونو په اوږدو کې د اخیستل شوو د انځوریزو نوارونو (کلیپونو) اصلاح کول، ترڅو خپرنیز مواد یې آرشیف او په ټولنیزو رسنیو کې وکارول شي

• په هارډ او سافت ډول په دوسیو او کارتنونو کې په سمه او منظمه توګه د رسمي لیکونو، وړاندیزونو، استعلامونو او داسې نورو اداري لیکونو تنظیمول او ساتل؛

• د کاري پلانونو ترتیبول او واک لرونکو چارواکو ته د کاري راپور وړاندې کول؛

• د نورو ټولو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړ پوړي مقام د لارښوونې پر بنسټ له لایحې او مقررو سره سم ورسپارل کېږي.

د زده کړو کچه:

• د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ، عکاسۍ او ژورنالیزم په برخو کې لیسانس

تجربه:

د دندې اړوند دوه (۲) کلنه کاري تجربه

مهارتونه او وړتیاوې:

په رسمي ژبو او انګلیسي باندې بلدتیا، د عکاسۍ، فلمبردارۍ او همدا ډول د ټولنیزو خپرنیزو مسایلو په اړه پوهه، د پریمیر پروګرام په کارولو سره د فلم ایدیت کولو وړتیا، د فوتوشاپ له لارې د عکس ایدیت کولو مهارت، د کینن، نیکون، انالوګ کامرو د کارونې وړتیا او د تلویزیوني مرکې انالوګ او کپچر کول او ثبتول، د مستندو فلمونو د جوړولو مهارت، د مدیریتي مهارتونو درلودل، په وینا کې فصاحت او بلاغت، له کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا، له بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدیت، د دندې محرمیت ساتنه، د کاري مسئولیت درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندل، د مرکزي بانک موخو او دندو په اړه د پوهې درلودل، د مکتوبونو، وړاندیزو او کاري راپورونو لیکلو وړتیا.

شخصي صفتونه او ارزښتونه:

رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.

یادونه:

•مینه وال کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.

•د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.

• د آزموینې نېټه وروسته اعلانیږي.