د بانکي حساب پرانیستل آسانه شوي دي!
آیا تاسې بانکي حساب ته اړتیا لرئ؟
اوس تاسې کولی شئ چې یواځې د تذکرې په درلودلو سره انفرادي بانکي حساب پرانیزئ. د تذکرې د نشتون په صورت کې، کولای شئ تر هغه وخت پورې چې تذکره ترلاسه کوئ، د موټر چلولو جواز، تحصیلي اسنادو او د ورته نورو معتبرو اسنادو په درلودلو سره چې ستاسې هویت معلوم کړي، بانکي حساب پرانیزئ.
که چېرې د بانکي خدمتونو په برخه کې له کومې ستونزې سره مخ کیږئ، نو کولی شئ چې د اړوند بانک د مالي پېرودونکو د شکایتونو څانګې ته مراجعه وکړئ. که ستونزې مو حل نشوې، خپل شکایت مو د افغانستان بانک د مالي پېرودونکو د حقونو څانګې سره د customer.protection@dab.gov.af برښنالیک او 0202511726 شمېرې له لارې ثبت کړئ. موږ به ژر تر ژره ستاسو ستونزو ته رسېدنه وکړو.