په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د یو ورځني ګفتمان جوړېدل

Mpoya
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۶:۵۷
په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د یو ورځني ګفتمان جوړېدل

۱۴۴۴ رجب المرجب ۶ مه – په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ د پیاوړتیا، پراختیا او مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي لپاره مناسبو زمینو برابرولو په موخه د افغانستان بانک د عالي شورا په تالار کې یو ورځنۍ ګفتمان جوړ شو.

پدې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد، د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ آمریت لوی آمر ښاغلي دوکتور یوسف سلیم، د افغانستان بانک د پالیسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي، د افغانستان بانک د شرعي نظارتي بورډ غړو دوکتور فضل الرحیم بصیرت او مفتي احسان الله، د افغان ملي بانک د شرعي بورډ غړي تاج ګل حقمل، د افغانستان نړیوال بانک د شرعي بورډ غړو ذوالفقار او رحمن الله شهاب، د افغان یونایټیډ بانک د شرعي بورډ غړي محمد حسین روحاني، د اسلامي بانکي د شرعي بورډ غړي محب الله شریف، د کوچنیو پورونو لومړني بانک د شرعي بورډ غړي عبیدالله عبید او د غضنفر بانک د شرعي بورډ غړي ښاغلي عبدالولي بصیرت، د مشعل پوهنتون رئیس ښاغلي فتح الله بابکر خیل، د باختر پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس ښاغلي محمد شاکر ابراهيمي او د جهان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئیس حنیف الله بشار ګډون درلود.

د دې ګفتمان په پرانیستونکې وینا کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد د دې ګفتمان د جوړېدو موخه په تېر یو نیم کال کې د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې رامنځته شوي پرمختګونه، مالي او بانکي خدمتونو ته د خلکو لاسرسی او د راتلونکو فرصتونو په اړه له ګډونوالو سره د سلا مشورو شریکول یاد کړل.

د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر وویل لله الحمد اسلامي بانکوالي د پراختیا په حال کې ده او هلې ځلې روانې دي چې دا برخه لا ډېره وده وکړي. د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ د لا ټینګښت او پراختیا په موخه د علومو اکاډمۍ کې د بانکوالۍ د څېړنیز مرکز سره هم د اړوندو موضوعاتو په اړه بېلابېلې غونډې تر سره کړې دي او د د افغانستان بانک د شرعي نظارت هیئت په غړو کې زیاتوالی راغلی دی چې غونډې یې هم د پخوا په پرتله ډېرې شوې دي د نوموړي په خبره دا د دې ښکارونه کوي چې د افغانستان بانک او په ټول کې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي بانکوالۍ پراختیا ته ژمن دی.

ښاغلي صدیق الله خالد همدارنګه زیاته کړه چې پدې سربیره د اسلامي بانکوالۍ د ترویج او د اسلامي هېوادونو د تجربو څخه د ګټې اخیستنې په موخه په بحرین هېواد کې د اسلامي مالي ادارو د محاسبې او تفتیش د نړیوالې مؤسسې سره د هوکړه لیک  د لاسلیک اړونده کارونه هم وروستي شوي دي چې په هیواد کې د اسلامي بانکوالۍ د لا پیاوړتیا لپاره د نورو اسلامي ملکونو د تجربو تر څنګ به د دې نړیوالې مؤسسې له معیارانو او مالي محصولاتو څخه هم استفاده وکړو.

د دې ګفتمان په اوږدو کې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ لوی آمر ښاغلي دوکتور یوسف سلیم په هېواد کې د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د رامنځته شوو پرمختګونو په اړه معلومات شریک کړل او یادونه یې وکړه چې د افغانستان بانک د اسلامي بانکوالۍ لوی آمریت ژمن دی چې د ټول هېواد په کچه به د اسلامي بانکوالۍ د پراختیا لپاره کار وکړي او مالي او بانکي خدمتونو ته به د خلکو لاسرسی زیاتوي. نوموړي زیاته کړه چې د بانکي چارو سربیره، د مالیې د محترم وزارت سره د صکوکو د قانون د تدوین په اړه له تیرو څو میاشتو راهیسې منظمې جلسې درلودې چې د یاد قانون ابتدائي مسوده نهایي شوې او د مالیي د وزارت او د افغانستان بانک له اړوندو ادارو سره د هغوی د بیا کتنې لپاره شریکه شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د دې ګفتمان په لړ کې د غونډې د ګډونوالو تر منځ د نظرونه، تجربې او ګټورې مشورې شریکې شوې. 

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر