د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د صرافانو د ټولنو له استازو سره ولیدل

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۷ - ۱۴:۲۸
د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس د صرافانو د ټولنو له استازو سره ولیدل

۱۴۴۶ محرم الحرام ۱۱  – د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د صرافانو د ټولنو له استازو سره غونډه جوړه شوه.

د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا وویل چې د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو ګران هېوادوال د صرافۍ او پولي خدمتونو په برخه کې له خوندي او ډاډمنو خدماتو څخه برخمن شي او د دې موخې د ترلاسه کولو په پار به د صرافیو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د مؤثریت او ښه والي لپاره په پرله پسې توګه هلې ځلې وکړي ترڅو یاد سکتور د افغانستان بانک د قانون په رڼا کې میکانیزه کړي او هېوادوالو ته د ډاډمنو پولي خدمتونو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي. همداراز، د افغانستان بانک د ټولو سرپرست رئیس ښاغلي نوراحمد آغا د صرافانو ستونزې او غوښتنې واوریدې او ژمنه یې ورسره وکړه چې د هغوی ستونزو ته به د بانک د اړوندو آمریتونو د اصولو او مقرراتو په رڼا کې مناسبې حل لارې وموندل شي.

د غونډې په دوام کې د صرافانو د ټولنو استازو ژمنه وکړه چې خپل ټول فعالیتونه به د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ترسره او د خلکو لپاره به اړینې آسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد او د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي او نورو اړوندو همکارانو هم ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۲ - ۱۵:۱۷
Background image

حریق بانکنوت‌های مندرس در زون شمال د افغانستان بانک

۱۶ محرم الحرام ۱۴۴۶- د افغانستان بانک بانکنوت‌های مندرس جمع‌آوری شده از زون های شمال و شمال شرق که مجموعاً (۱،۰۷۳،۹۶۲،۰۰۰) یک میلیارد و هفتاد و سه میلیون و نهصد و شصت و دو هزار افغانی. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۳۶
Background image

تدویر کنفرانس تمویلات کوچک مالی اسلامی بمنظور رشد تجارت های کوچک و متوسط

16 محرم الحرام 1446- محترم صدیق الله خالد آمر عمومی دفتر ریاست د افغانستان بانک، در همایش تحت عنوان "هفته مالی اسلامی افغانستان" که پیرامون تمویل مالی اسلامی کوچک راه اندازی گردیده بود،. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۱۶:۲۹
Background image

تلاش برای توسعه خدمات مالی

14 محرم الحرام 1446 محترم نور احمد آغا سرپرست ریاست کُل د افغانستان بانک با محترم ستیفن رودریگز، رئیس اداره انکشافی سازمان ملل متحد در افغانستان، و هیأت همراهش دیدار و پیرامون مسائل. . .

بازگشت به خبر