دولتي کارکوونکو ته د رهني پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د څلور اړخیز هوکړه لیک لاسلیک

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۱۵:۲۱
دولتي کارکوونکو ته د رهني پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د څلور اړخیز هوکړه لیک لاسلیک

د ۱۴۰۰ کال د غبرګولي ۱۱ مه – د افغانستان بانک د سوداګریزو بانکونو له لوري د کور جوړونې سکتور سره  د دولتي کارکوونکو لپاره د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کولو لپاره د ښارجوړونې او ځمکو وزارت، د افغانستان د بانکونو ټولنې او د ساختماني شرکتونو ټولنې سره څلور اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان بانک سرپرست ښاغلي اجمل احمدي په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه خبرې وکړې او د پورونو د ورکړې په برخه کې د آسانتیاوو رامنځته کول او په ځانګړې توګه په اقتصادي او د کور جوړونې په سکتورونو  کې یې د بانکونو رول د ارزښت وړ وبلل.

نوموړي یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه د اغیزناکو طرحو او کړنلارو په وړاندې کولو سره د افغانستان بانکي نظام په ټولګټو پروژو کې د پانکې اچونو لپاره هڅولی دی چې په دې سره نه یوازې د هېواد بانکي نظام فعال شوی بلکې هېوادوال هم نېغ په نېغه او یا هم په غیر مستقیم ډول له آسانتیاوو څخه برخمن شوي دي.

ورپسې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت وزیر ښاغلي محمود کرزي د افغانستان بانک له سرپرست ښاغلي اجمل احمدي مننه وکړه چې بېلابېلو اقتصادي برخو ته یې د پورونو د ورکړې آسانتیاوې رامنځته کړې دي. نوموړي د استوګنځایونو رامنځته کول د هر هېواد د اوسېدونکو له بنسټیزو اړتیاوو یاد کړل او زیاته یې کړه د خوښۍ ځای دی چې نن د دولتي کارکوونکو لپاره د استوګنځایونو د جوړولو لپاره د پورونو د ورکړې نوښت پیل شوی او اوسوداګریز بانکونه په دې برخه کې آسانتیاوې رامنځته کوي.

وروسته د افغانستان د بانکونو ټولنې رئیس ښاغلي سالم امید د بانکونو او خصوصي سکتور تر منځ د همغږۍ او اړیکو د پراختیا په برخه کې د افغانستان بانک د سرپرست ښاغلي اجمل احمدي له مثبت رول وستایه او زیاته یې کړه چې بانکونه د سیالیت په غوره وضعیت کې ځای لري او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره له خصوصي سکتور سره د پورونو په برخه کې د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو دي.

د دې غونډې په وروستۍ برخه کې د افغانستان د ساختماني شرکتونو د ټولنې مشر ښاغلي حمیدالله حبیبي د دولتي کارکوونکو لپاره د استوګنځي جوړولو په برخه کې د هر ډول چمتووالي خبره وکړه او ژمنه یې وکړه چې دوی به د دولتي کارکوونکو لپاره په مناسبه بیه استوګنځي جوړ کړي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر