د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د تکړه،مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو درناوی کوي

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۳۰ - ۱۴:۲۴
د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د تکړه،مسلکي او تجربه لرونکو کارکوونکو درناوی کوي

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي په دې وروستیو کې خپل یو شمیر پخواني او تجربه لرونکي کارکوونکي چې لوړې زده کړې او کافي تجربه لري د دې بانک لوړو او کلیدي بستونو ته ورپېژندلي دي.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی پر دې باور دی چې د تجربه لرونکو او مسلکي ظرفیتونو لرونکو کارکوونکو ارتقا او ګمارنه کولای شي په ورځنيو کاري فعالیتونو کې اغېزناکتیا رامنځته کړي او د نورو همکارانو لپاره د کار ښه انګیزه رامنځته کړي.

ښاغلی عبدالرحمن بهروز د دغه بانک یو له تکړه او با استعداده ځوانانو څخه دی چې په دې وروستیو کې د خدمتونو د عمومي آمر په توګه ټاکل شوی چې په لاندې ډول یې درپېژنو:

ښاغلي عبدالرحمن بهروز په ۱۳۸۷ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه د لیسانس سند ترلاسه کړی او له ۱۳۸۸ لمریز کال راهیسې د افغانستان بانک کې په بېلابېلو مدیریتي او د آمریتونو د مرستیالیت په بستونو کې دندې ترسره کړې دي.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي د ښاغلي بهروز د استعداد، تجربې او مسلکي ظرفیت په پام کې نیولو سره په دې وروستیو کې نوموړی د خدمتونو د عمومي آمر په توګه معرفي کړی دی.

د افغانستان بانک مشرتابه پلاوی د بهروز د کارونو د ستاینې تر څنګ نوموړي ته د لوی خدای ج له دربار څخه د هیواد دردمندو خلکو ته د خدمت په لاره کې د لا بریالیتوب دعا کوي.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

د افغانستان بانک طی کنفرانس مطبوعاتی دستاوردهای مهم سال گذشته را با ملت شریک ساخت

 ۲۷ محرم الحرام ۱۴۴۷ - د افغانستان بانک به منظور پاسخگویی به ملت، طی برنامه تشریح دستاوردهای نهادهای امارتی در مرکز رسانه‌ های حکومت، دستاوردها و فعالیت‌ های مهم سال ۱۴۴۶ هجری قمری را. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د افغانستان بانک  بانکنوت‌های مندرس گرد آوری شده  از زون‌های مرکز، شرق و جنوب‌شرق را حریق نمود

۲۵ محرم ‌الحرام ۱۴۴۷– د افغانستان بانک به ‌منظور ایجاد سهولت در معاملات و داد و ستد ها، مبلغ ۱،۰۰۹،۸۶۷،۰۰۰ (یک میلیارد، نه میلیون و هشت‌صد و شصت‌ و هفت هزار) افغانی بانکنوت‌های کهنه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

هموطنان عزیز!

در صورتیکه حین مراجعه  به بانک های خصوصی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا کارمند بانک با شما برخورد نامناسب می نماید ویا هم به اساس اصول حقوق شما پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش. . .

بازگشت به خبر