د افغانستان بانک د بانکي سکتور ټینګښت ته ژمن دی

Mpoya
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۲ - ۱۲:۱۰
د افغانستان بانک د بانکي سکتور ټینګښت ته ژمن دی

۱۴۴۴ ربیع الثاني ۸ مه – د افغانستان بانک د بانکي سکتور د پیاوړتیا لپاره د خپلو هڅو پر دوام په هرات، کندهار، زابل او ننګرهار ولایتونو کې د دې ولایتونو له چارواکو، سوداګریزو بانکونو له استازو، اصنافو، سوداګرو او قومي مشرانو سره د بانکي نظام د پیاوړتیا او پر دې نظام د باور جوړونې په موخه جلا جلا غونډې جوړې کړې.

په یادو غونډو کې د بانکي نظام او په اقتصادي وده کې د دې سکتور د ارزښت په اړه هر اړخیز بحثونه وشول او د غونډې له ګډونوالو وغوښتل شول، تر څو د هېواد د اقتصادي ودې لپاره له بانکي نظام ملاتړ وکړي. د غونډې ګډونوالو د هېواد له مالي او بانکي چارو د خپل ملاتړ د اعلان تر څنګ د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د مالي او بانکي سیستم پیاوړتیا او ثبات د افغانستان بانک له ملي او نړیوالو شریکانو سره د ژمنو یوه برخه ده چې پدې برخه کې زمونږ هلې ځلې دوام لري او دا لړۍ به د هېواد نورو ولایتونو ته هم و غځېږي.

وروستي خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۲:۲۳
Background image

د افغانستان بانک لومړی مرستیال خلکو ته د معیاري مالي او بانکي خدمتونو وړاندې کولو په اړه ټینګار وکړ

۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۱مه - د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد او مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د شمال زون له همکارانو سره ولیدل او د کارونو ارزونه یې وکړه.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۱۱:۲۵
Background image

د افغانستان بانک 20 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 شوال المکرم 11 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د شوال المکرم د میاشتې په 12 نېټه (1404/01/21) د پنج شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (20) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۲:۴۷
Background image

د مالي خپلواکۍ پر لور مهم ګام : د افغانستان بانک او د مالیې وزارت ترمنځ د برېښنایي تادیاتو هوکړه

۱۴۴۶ د رمضان المبارک ۱۹ مه  – د افغانستان بانک او د مالیې محترم وزارت ترمنځ په شفاف ډول عوایدو راټولولو، امارتي لګښتونو او معاشونو د برېښنایي تادیاتو هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه د. . .

بېرته خبرونه ته