د کابل او میدان وردګو د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتونو مسئولینو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شو

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۵:۳۳
د کابل او میدان وردګو د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتونو مسئولینو لپاره ښوونیز پروګرام جوړ شو

د افغانستان بانک د صرافیو او پولي خدمتونو د وړاندې کوونکو شرکتونو د کړنو د ښه والي په موخه د یادو شرکتونو د عملیاتي او قوانینو او مقرراتو د رعایتولو برخو ۷۰۰ تنو کارکوونکو ته ښوونیز پروګرام جوړ کړ. دا پروګرام په  ۱۴۰۲/۰۸/۰۷ نېټه د افغانستان بانک په مرکزي دفتر کې پیل او په ۱۴۰۲/۰۸/۱۵ نېټه پای ته ورسېد چې د کابل ښار او میدان وردګو ولایت د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتونو ۳۵۰ تنو کارکوونکو پکې ګډون کړی وو.

یاد پروګرام په دوو برخو کې جوړ شوی وو چې په لومړۍ برخه کې یې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو پر وړاندې د مبارزې د قوانینو او مقرراتو د رعایتولو، د پېردودونکو د پېژندنې او د هغوی د هویت تثبیتولو، د لویو او شکمنو نغدي معاملو د راپور ورکونې د څرنګوالي، د بندیزونو د لیست د پلي کولو د څرنګوالي، د پېرودونکو پر معاملو د څارنې او خطرونو د ارزونې او د هېواد په اقتصاد کې د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د ترلاسه شوو عوایدو د خطرونو او پایلو په تړاو معلومات وړاندې شول.

د دې پروګرام په دویمه برخه کې د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتونو د ونډه لرونکو، د نظار پلاوي او عامل پلاوي (عملیاتي مسئولینو)، د مالي صورت حسابونو (بیلانس شیټ او د ګټې او زیان صورت حسابونو) د ترتیبولو د څرنګوالي، د شرکتونو د شتمنیو، پوراینو او پانګې د ثبتولو د څرنګوالي، د معاملو د ثبتولو لپاره د سیستم کارولو او د یو هراړخیزه سیستم د معیارونو او د پرمخ بېولو ترڅنګ د یادو شرکتونو د مدیریت او اداره کولو په تړاو د دې ښوونیز پروګرام ګدونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې شول.

د یادونې وړ ده چې د پورته مواردو سربېره، د جواز له ترلاسه کولو څخه وروسته د اقداماتو چې د فعالیت جواز د تمدید، ځنډولو، فسخه کولو او انحلال (د دندې پرېښودلو) او د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتونو د تضمینونو او مقرراتي پانګې په تړاو معلومات رانغاړي، په اړه هم لارښوونې وشوې.

د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو لپاره د مناسب او معیاري چاپیریال رامنځته کولو ته لاره هواره کړي او د هېواد د مالي او بانکي سکتور د قوانینو او مقرراتو په اډاڼه کې مالي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي په موخه لا زیاتې هلې ځلې وکړي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر