د سویل ختیځ زون د ولایتي چارواکو لخوا د ملي پیسو (افغانۍ) د لا دودیدو لپاره هڅې

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۱۱:۵۱
د سویل ختیځ زون د ولایتي چارواکو لخوا د ملي پیسو (افغانۍ) د لا دودیدو لپاره هڅې

د افغانستان بانک د سویل ختیځ زون مسئولین د ۱۳۹۸ مالي کال د افغانۍ پیسو د کارونې طرحې سره سم د افغانۍ دودیدو د بهیر په ترڅ کې دا ځل د پکتیا ولایت له ولایتی چارواکو او د هغه ولایت د ولایتي شوراګانو له مسئولینو سره لیدنه وکړه او د کورنيو راکړو او ورکړو پر مهال یې د ملي پیسو په تبلیغ او دودیدو او د هغه د ژر زړیدو د مخنیوي په هکله بحث او خبرې اترې وکړې. د دې غونډې په پیل کې د افغانستان بانک د سویل ختیځ زون مسئولین د افغانۍ د دودیدو د لړۍ او د هغې د ښو ساتلو په اړه لنډ معلومات وړاندې کړل او د پکتیا ولایت له چارواکو یې وغوښتل، څو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړي چې په دې ملي پروسه کې له د افغانستان بانک سره همکاري وکړي.

ورپسې د پکتیا ولایتي چارواکو او د معارف مسئولینو وویل چې د افغانۍ دودیدل زمونږ ملي مسئولیت دی او ژمنه یې وکړه چې په دې ملي پروسه کې به له د افغانستان بانک سره له هیڅ ډول همکارۍځان و نه سپموي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۰:۵۴
Background image

هموطنان عزیز!

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۶:۷
Background image

حریق بانکنوت های مندرس در زون جنوب غرب د افغانستان بانک

6 جمادی‌الثانی 1447 – د افغانستان بانک مطابق با طرزالعمل‌ های مربوطه به ارزش 405،892،000 (چهارصد و پنج میلیون و هشتصد نود و دو هزار) افغانی بانکنوت های مندرس که  از زون جنوب ‌غرب جمع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

معاون اول  د افغانستان بانک با رئیس اتحادیه بانک‌های مشارکتی ترکیه دیدار کرد

محترم صدیق‌الله خالد معاون اول د افغانستان بانک که در راس  یک هیئتی  به ترکیه سفر کرده، با محترم اسماعیل یورال رئیس اتحادیه بانک‌های مشارکتی و اعضای این اتحادیه دیدار نمود.

اتحادیه. . .

بازگشت به خبر