د شرکتي جوازونو آسانتیاوې!
د شرکتي او انفرادي جوازونو د اخیستلو پروسې په ډېری مرحلو کې سره ورته دي؛
د صرافانو د ټولنې د رهبرۍ ډېری غړو شرکتي جوازونه اخیستي او دا مهال پر شرکتي جوازونو فعالیت کوي؛
د افغانستان بانک په تېرو څو اونیو کې تر ۱۰۰ زیات شرکتي جوازونه توزیع کړي او دا پروسه په ټول هېواد کې دوام لري؛
د افغانستان بانک د هېواد له ټولو صرافانو غواړي څو د افغانستان بانک نمایندګیو ته په ورتګ سره شرکتي جوازونه تر لاسه کړي؛