د صرافانو او پولي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د همغږۍ او میکانیزه کولو په پار غونډه جوړه شوه

Mpoya
شنبه ۱۴۰۲/۳/۶ - ۱۶:۴۰
جلسۀ پیرامون هماهنگی و میکانیزه سازی فعالیت ها با صرافان و عرضه کنندگان خدمات پولی برگزار گردید

د ۱۴۴۴کال د ذوالقعدة الحرام ۷ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري په مشرۍ د صرافانو او مالي خدمتونو وړاندې کوونکو له استازو سره د هغوی د فعالیتونو د میکانیزه کولو او د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه غونډه جوړه شوه.

د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي هدایت الله بدري د صرافانو او د مالي خدمتونو وړاندې کوونکو له استازو سره د افغانستان بانک د قانون او مقرراتو په چوکاټ کې د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان بانک ژمن دی ترڅو د صرافانو او مالي خدمتونو وړاندې کوونکو د فعالیتونو د مؤثریت او ښه والي لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې له هیڅ ډول هڅو دریغ و نکړي. همدارنګه ښاغلي بدري د صرافانو او د مالي خدمتونو وړاندې کوونکو له استازو څخه وغوښتل چې خپلې ټولې کړنې د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ترسره کړي.

همدا راز، د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا په دې غونډه کې د صرافانو ستونزو او غوښتنو ته مناسب ځوابونه وویل او ژمنه یې ورسره وکړه چې د هغوی ستونزو ته به د بانک د اړوندو آمریتونو د اصولو او مقرراتو په رڼا کې مناسبې حل لارې وموندل شي. د دې ترڅنګ، ښاغلي نور احمد آغا د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې له هېواد څخه د اسعارو قاچاق زمونږ اقتصاد ته زیان رسوي او د مخنیوي لپاره یې باید ټول په ګډه هڅې وکړو.

د صرافانو او مالي خدمتونو وړاندې کوونکو استازو ژمنه وکړه چې خپل ټول فعالیتونه به د افغانستان بانک د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ترسره او د خلکو لپاره به اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک  د اقتصادي پالیسۍ ارشد سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي، د غیر بانکي مالي مؤسسو د څارنې لوی آمر ښاغلي احمد ظاهر ناصرزي او د بانکي څارنې د آمریت معاون احسان الله منصور هم ګډون کړی وو.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر