په لویدیځ زون کې د زړو بانکنوټونو سوځولو دویم پړاو ترسره شو

Mpoya
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۰ - ۹:۱۳
په لویدیځ زون کې د زړو بانکنوټونو سوځولو دویم پړاو ترسره شو

۱۴۴۵ کال د ربیع الثاني ۱۶ – د افغانۍ زړو بانکنوټونو د سوځولو پروسې پلاوي چې د افغانستان بانک د لومړي مرستیال، ښاغلي نوراحمد آغا تر ریاست لاندې یې لوېدیځ زون ته سفر کړی وو، د افغانۍ د زړو بانکنوټونو د سوځېدو په برخه کې د شته کړنلارو پر بنسټ او د افغانستان بانک د قانون ۳۹ او ۴۲ مادو سره سم، په خپله دویمه کاري ورځ په ټولیزه توګه پنځه سوه یو څلوېښت میلیونه او یو سل اتیا زره (۵۴۱۱۸۰۰۰۰) افغانیو په ارزښت راټول شوي زاړه افغانۍ بانکنوټونه په هرات ولایت کې وسوځول. باید وویل شي چې په دې بانکنوټونو کې د  ۲۰ او ۵۰  افغانۍ انواعیې شاملې وې.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي نور احمد آغا د زړو بانکنوټونو د سوځولو پروسې پر مهال وویل چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې څو هېوادوالو ته اړینې مالي او بانکي اسانتیاوې برابرې کړي. نوموړي همدا رار زیاته کړه چې د زړو بانکنوټونو د راټولولو او په نویو بانکنوټونو د بدلولو بهیر د خلکو د راکړې ورکړې په برخه کې آسانتیا رامنځته کولو لپاره تر لاس لاندې نیول شوی دی.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال د بانکنوټونو د ژر زړېدو لامل په بازار کې د نغدو پیسو کارول او د اداینې د برېښنايي سیستمونو او اعتباري کارتونو نه کارول، د یو شمېر هېوادوالو لخوا په ناسمه توګه د پیسو شمېرل او د بانکونو پر ځای په کورونو کې د پیسو ساتل په ګوته کړل، او له خلکو یې وغوښتل چې د افغانۍ ساتنې ته پاملرنه وکړي ترڅو له ټاکلي وخت مخکې زړې نشي.

د یادونې وړ ده چې په لویدیځ زون کې راټول شوي زاړه بانکنوټونه د مالیې او عدلیې وزارتونو، د هرات ولایت د امنیتي مسوولینو او کارکوونکو، د افغانستان بانک د بېلابېلو شعبو له استازو او اړوندو ادارو څخه د جوړ شوي پلاوي په حضور کې ځانګړو بټیو ته انتقال او وسوځول شول.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

د افغانستان بانک طی کنفرانس مطبوعاتی دستاوردهای مهم سال گذشته را با ملت شریک ساخت

 ۲۷ محرم الحرام ۱۴۴۷ - د افغانستان بانک به منظور پاسخگویی به ملت، طی برنامه تشریح دستاوردهای نهادهای امارتی در مرکز رسانه‌ های حکومت، دستاوردها و فعالیت‌ های مهم سال ۱۴۴۶ هجری قمری را. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د افغانستان بانک  بانکنوت‌های مندرس گرد آوری شده  از زون‌های مرکز، شرق و جنوب‌شرق را حریق نمود

۲۵ محرم ‌الحرام ۱۴۴۷– د افغانستان بانک به ‌منظور ایجاد سهولت در معاملات و داد و ستد ها، مبلغ ۱،۰۰۹،۸۶۷،۰۰۰ (یک میلیارد، نه میلیون و هشت‌صد و شصت‌ و هفت هزار) افغانی بانکنوت‌های کهنه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

هموطنان عزیز!

در صورتیکه حین مراجعه  به بانک های خصوصی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا کارمند بانک با شما برخورد نامناسب می نماید ویا هم به اساس اصول حقوق شما پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش. . .

بازگشت به خبر