د افغانستان بانک په دندو کې د وړتیا اصل ته ژمن دی

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۷:۲۱
د افغانستان بانک په دندو کې د وړتیا اصل ته ژمن دی

 ۱۴۴۵ د جمادی الاول ۷ مه -  د افغانستان بانک د کارکوونکو د وړتیا، مسئولیت او په دندو کې د ادلون بدلون د اصل او د افغانستان بانک د مشرتابه له لزوم دید سره سم د یو شمېر آمریتونو د کارکوونکو په دندو کې تغییرات رامنځته او په ځینو بستونو کې یې تجربه لرونکي او با استعداده اشخاص وګمارل چې د افغانستان بانک د دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخوند او د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد په مشرۍ د اړوند پلاوي لخوا معرفي شول چې پېژندنه یې په لاندې ډول ده:

۱- ښاغلی معراج محمد معراج د افغانستان بانک د پالیسۍ لوی سلاکار په توګه؛

۲-  ښاغلی غلام رسول رسولي د افغانستان بانک د اداینو آمریت لوی آمر په توګه چې له دې وړاندې یې د دې آمریت د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله؛

۳- ښاغلی سمیع الله د تمویلي پروژو د لوی آمر په توګه، چې له دې وړاندې یې د یاد آمریت د تدارکاتو او قراردادونو د ارشد مدیر په توګه دنده پرمخ بېوله؛

۴- ښاغلی عبدالواسع د خدمتونو د لوی آمر په توګه چې له دې وړاندې یې د سویل لویدیځ زون آمریت د قلات څانګې د ارشد مدیر په توګه دنده ترسره کوله؛

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخوند وویل چې تغییر و تبدیل په ادارو کې یو اصل دی او همدې اصل ته په کتو د افغانستان بانک مشرتابه پرېکړه وکړه ترڅو ځینو کارکوونکو ته نوي مسئولیتونه وسپارل شي. ښاغلي ملا محمد آخوند نویو معرفي شوو کارکوونکو ته په دنده کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

همداراز، د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد وویل چې د افغانستان بانک تل هڅه کړې ترڅو د مهمو بستونو لپاره د لوړو زدکړو لرونکي او پر کار پوه اشخاص وټاکي. ښاغلي خالد زیاته کړه چې مسئولیت امتیاز نه بلکه یو امتحان او امانت دی او چا ته چې مسؤلیت سپارل کیږي له هغوی تمه کیږي چې ورکول شوی مسئولیت به په غوره توګه سر ته ورسوي. هغه پورته ذکر شوي اشخاص د غوره استعداد او ښو صفتونو لرونکي یاد کړل او زیاته یې کړه چې تمه لري دوی به د افغانستان بانک د موخو د ترلاسه کولو او د هېواد د بانکي نظام د لا ښه کېدو په برخه کې ګټور واقع شي.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر