په کابل کې د افغانۍ مندرس بانکنوټونه وسوځول شول

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۷:۱۰
د افغانستان بانک بانکنوت های مندرس جمعآوری شده در زون مرکز را حریق نمود

۱۴۴۶ د محرم الحرام ۳ مه – د افغانستان بانک د قانون د ۳۹ او ۴۲ مادې پر بنسټ (۸۸۹،۹۲۰،۰۰۰) اته سوه او نهه اتیا میلیونه، نهه سوه او شل زره افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه چې د افغانۍ ټولې انواعیې په کې شاملې وې د ټاکل شوي پلاوي په شتون کې تر کره شمېرنې وروسته و سوځول شول.

د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي ملا محمد آخوند چې په همدې تړاو یې د مندرسو بانکنوټونو د سوځونې په دې پروسه کې خبرې کولې له خلکو وغوښتل چې د سوداګریزو او اقتصادي راکړو او ورکړو پر مهال د بانکنوټونو ساتنې ته پاملرنه وکړي، تر څو له دې لارې د بانکنوټونو له ژر زړېدو څخه مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده، چې راټول شوي له کاره لویدلي بانکنوټونه د عدلیې او مالیې وزارتونو، اړوندو ادارو او د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو د استازو په شتون کې د ګمارل شوي پلاوي له خوا تر بارولو وروسته ځانګړو کرو ته انتقال او وسوځول شول.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر