د افغانستان د شمال زون په مزار شریف ښار کې د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه ولسي غونډه

Mpoya
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۱۶:۴
د افغانستان د شمال زون په مزار شریف ښار کې د مالي خدمتونو د پراختیا په موخه ولسي غونډه

۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۲ مه - د افغانستان بانک له لوري د هېواد په شمال زون کې ولسي غونډه جوړه شوه چې په کې مالي خدمتونو ته د آسانه لاسرسي، د ځایي اقتصادونو د پیاوړتیا او د اداینو د برېښنایي کولو د ملاتړ پر موضوعاتو بحثونه تر سره شول.

دا غونډه چې د افغانستان بانک په نوښت د هېواد په شمال زون کې جوړه شوې وه، په کې د افغانستان بانک مشرتابه پلاوي، د بلخ ولایتي چارواکو، قومي مشرانو او متنفذینو، سوداګرو، د سوداګریزو بانکونو استازو، صرافانو، د وړو مالي تمویلاتو  او اداینیزو مؤسساتو استازو او د نورو اړوندو برخو مسئولین په کې ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د بلخ ولایت د والي مرستیال ښاغلي مولوی نورالهادی ابوادریس د غونډې ګډونوالو ته خبرې وکړې، نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ د هېواد په شمال زون کې د افغانستان بانک له لوري د دې نوښتیزې غونډې له جوړولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د هېواد د اقتصادي رغښت او پرمختګ لپاره د بلخ ولایتي اداره د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو ده او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هلو ځلو درېغ و نه کړي.

ور پسې، د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د افغانۍ له ارزښت ساتنې، مالي خدمتونو ته د آسانه لاسرسي، د ځایي اقتصادونو د پیاوړتیا، د ادانیو د برېښنایي کولو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

د ښاغلي خالد په خبره په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې د افغانۍ له ارزښت څخه په ښه ډول ساتنه شوې ده او د بانکي سکتور د ثبات په برخه کې هم د پام وړ ګامونه پورته شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان بانک د وړو مالي تمویلاتو په برخه کې هم چارچوکاټونه رامنځته کړي دي او په دې برخه کې یې د درنو هېوادوالو لپاره اړینې آسانتیاوې برابرې کړې دي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل: "د سیستمونو د پراختیا په برخه کې هم مؤثر ګامونه پورته شوي او د افغانستان بانک اکثریت سیستمونه د مالیې د محترم وزارت له سیستمونو سره نښلول شوي چې دې چارې د سوداګرو لپاره اړینې آسانتیاوې رامنځته کړې دي. نوموړي زیاته کړه د دې سیستمونو وصل د معاشونو او لګښتونو د پر وخت ورکړې په برخه کې مؤثر رول تر سره کولای شي".

ښاغلي خالد د برېښنایي بانکوالۍ پر وده هم خبرې وکړې او د دې برخې پراختیا یې د افغانستان بانک له لومړیتوبونو څخه یاده کړه. نوموړي د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې له رامنځته شویو پرمختګونو هم یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دا مهال په هېواد کې اسلامي بانکوالي مخ پر وده ده او په بانکي سکتور کې ټول معاملات له سود پرته د اسلامي شریعت په رڼا کې تر سره کېږي.

د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد د خپلو خبرو په لړ کې له ټولو امارتي اداره او اړوندو بنسټونو وغوښتل چې له ملي پروسو څخه په خپل ملاتړ سره د هېواد له اقتصادي رغښت څخه ملاتړ وکړي او په اقتصادي رغونه کې خپل مثبت رول تر سره کړي.

تر هغې وروسته د بلخ ولایت د علماوو شورا رئیس ښاغلي شیخ عبدالجلیل شهیدخیل خبرې وکړې، نوموړي د افغانستان بانک له مشرتابه څخه مننه وکړه چې په بلخ ولایت کې یې د اړوندو موضوعاتو په اړه دا غونډه را بللې ده، ښاغلي شهیدخیل د هېواد په نورو برخو کې هم د دې ډول غونډو د جوړولو غوښتنه وکړه.

ورپسې د بلخ د سوداګرۍ خونې د نړیوالو اړیکو سلاکار او ملي سوداګر ښاغلي قلندر رحیمي خبرې وکړې، نوموړي د افغانۍ د ارزښت او مطلوب حد کې د انفلاسیون نرخ د ساتنې په برخه کې د افغانستان بانک له لاسته راوړنو ستاینه وکړه، او وویل چی د افغانستان بانک له لوري د سوداګرو لپاره رامنځته شوې آسانتیاوې د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې ګټورې دي او اړینه ده چې په دې برخه کې لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته شي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د دې غونډې جمعبندي د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي فدا محمد فیضان وکړه او د غونډې له ګډونوالو یې وغوښتل چې د ملي پروسو په ملاتړ سره د هېواد په اقتصادي رغښت کې خپل مثبت رول تر سره کړي.  نوموړي زیاته کړه، چې د بانکي سکتور د پیاوړتیا لپاره یوازې د مرکزي بانک هڅې بسنه نه کوي. دا بهیر ګډو هڅو ته اړتیا لري.

هېره دې نه وي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د بېلابېلو آمریتونو له لوري د غونډې ګډونوالو ته پریزنټیشنونه وړاندې شول.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان بانک له لوري د درنو هېوادوالو د عامه پوهاوي د لوړولو په موخه د هېواد په شمال زون، بلخ ولایت په مزار هوټل کې درې ورځنی نندارتون په لاره اچول شوی دی، چې له دې نندارتون څخه نن د دې غونډې ګډونوالو لیدنه وکړه، او درانه هېوادوال هم کولای شي چې دې نندارتون ته په ورتګ سره د اړوندو برخو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

باید وویل شي چې په دې غونډه کې د بلخ د سوداګرۍ خونې او د بلخ ولایت د سوداګرو له لوري د افغانستان بانک د غوره کړنو او لاسته راوړنو په موخه  د افغانستان بانک لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد ته د اعزاز لونګۍ ور په سر کړل شوه او ستاینلیک هم ورکړل شو.

آخرین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

د افغانستان بانک طی کنفرانس مطبوعاتی دستاوردهای مهم سال گذشته را با ملت شریک ساخت

 ۲۷ محرم الحرام ۱۴۴۷ - د افغانستان بانک به منظور پاسخگویی به ملت، طی برنامه تشریح دستاوردهای نهادهای امارتی در مرکز رسانه‌ های حکومت، دستاوردها و فعالیت‌ های مهم سال ۱۴۴۶ هجری قمری را. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۹:۱۳
Background image

د افغانستان بانک  بانکنوت‌های مندرس گرد آوری شده  از زون‌های مرکز، شرق و جنوب‌شرق را حریق نمود

۲۵ محرم ‌الحرام ۱۴۴۷– د افغانستان بانک به ‌منظور ایجاد سهولت در معاملات و داد و ستد ها، مبلغ ۱،۰۰۹،۸۶۷،۰۰۰ (یک میلیارد، نه میلیون و هشت‌صد و شصت‌ و هفت هزار) افغانی بانکنوت‌های کهنه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۰:۳۰
Background image

هموطنان عزیز!

در صورتیکه حین مراجعه  به بانک های خصوصی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا کارمند بانک با شما برخورد نامناسب می نماید ویا هم به اساس اصول حقوق شما پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش. . .

بازگشت به خبر