د تش بست خبرتیا

تاریخ نشر
تاریخ ختم
د دندې عنوان: داپلیکیشن مدیر
آمریت: د افغانستان د اداینو سیستم لوی آمریت
گریډ: اتم(۸)
د پیل نېټه: ۱۳ صفر المظفر ۱۴۴۷
د پای نېټه: ۲۷ صفر المظفر ۱۴۴۷
د اعلان ډول: داخلي او خارجي
د ګمارنې ډول: دایمي
دندې او مسوولیتونه:
* د اړوندو کارکوونکو د کړنو مدیریت، مشري، څارنه، کنترول او ارزونه، د کار د ښه والي لپاره د هڅونې رامنځته کول، د کار اغیزناکتیا او تولید زیاتول، د روزنیزو اړتیاوو ټاکل او د هغوی ظرفیت لوړول.
* د تقنيني او اداري اسنادو لکه مقررو، لوایحو، پلانونو، ستراتیژیانو، تګلارو، د کارکوونکو د دندو لایحو، کاري کړنلارو او د اړوند مدیریت د فورمو طرحه، تسوید، تعدیل او طی مراحل.
* د د کاري پلان سره سم د خدمتونو وړاندې کولو په موخه له قوانینو، مقرراتو، تګلارو او کړنلارو له مخې د سرچینو، فعالیتونو او تر لاس لاندې کړنو مدیریت.
* له اړونده برخو سره په ځانګړې توګه د آپلیکیشنونو په برخه کې د کاري بهیر د آسانتیا په موخه د اړیکې او همغږۍ ټینګول.
* د شته آپلیکیشنونو مدیریت او په اغیزناکه او ګټوره توګه د هغوی د فعالیت څخه ډاډ ترلاسه کول.
•د اپلیکیشنونو څیړنه، بیاکتنه، د فعالیت او چارو تحلیل، د ستونزو ترلاسه کول او د ورځې د غوښتنو سره سم د اغیزمن او ګټور فعالیت په موخه د ساتنې او پاملرنې په پام کې نیولو سره د حل لارو وړاندې کول.
* د کاروونکو (یوزر) اړوند چارو پرمخ وړل او د هغوی ساتنه او کنترول.
* د اپلیکیشنونو د جوړښت او ښه والي لپاره د ټولو ټیمونو سره په ګروپي کار کې همغږي او همکاري.
* د اپلیکیشنونو د موجود جوړښت ساتنه.
* په مسلکي توګه د پروژو په پرمخ وړلو کې مشارکت.
* په سیستم کې د نویو آپلیکیشنونو د سم اداغام په برخه کې همکاري او ډاډ ترلاسه کول.
* د وروستیو کاروونکو لپاره د پروګرام د ستونزو حل لارې او ملاتړ وړاندې کول.
* د بانکونو، اداینیزو شرکتونو، مخابراتي شرکتونو او د اداینیزو خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو په نښلونه کې همکاري.
* د ستونزو د ترلاسه کولو پر مهال د ټیم ټولو غړو سره همکاري او د حل لارې وړاندې کول.
* د (ATM&POS) ماشینونو فعالول.
* د ستونزو د موندلو، حل لارو د مرحلو د دقیقو سندونو چمتو کول او ساتنه او د سیستم تازه کول.
* د حل لارو د وړاندې کولو په موخه د پيښو د بهیر ارزونه، تجزیه او تحلیل.
* په کاري چارو کې د سیستمونو د اجرأتو د پیژندلو او ښه والي په موخه د سیستمونو د کړنو، ستونزو او حل لارو په اړه د راپور چمتو کول او وړاندې کول.
* په دقیق ډول د دوسیو او کارتنونو په شکل د مکتوبونو، وړاندیزونو، استعلامونو او نورو اداري لیکونو ترتیب او تعقیب او په دقیقه توګه د هارډ او سافټ کاپي په بڼه ساتنه.
* د کاري پلانونو ترتیب او مستقیم مدیر او واک لرونکي آمر ته د کاري راپور وړاندې کول.
* د نورو هغو دندو او مسئولیتونو ترسره کول چې د کړنلارو، لارښوونو او د لوړو مقاماتو له هدایاتو سره سم د لایحې او مقرراتو له مخې سپارل کېږي.
د زده کړې درجه:
* د کمپیوټر ساینس، معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د لیسانس درلودل، او په یادو برخو کې د ماسترۍ درجې ته لومړیتوب ورکول کیږي.
تجربه:
• د دندې اړوند (3) کاله کاري تجربه.
مهارتونه او وړتیاوې:
* د بریښنایي اداینو او د ډیجیټل کولو د مفاهیمو سره بلدتیا
* د بریښنایي اداینو د معیاري مفاهیمو ISO سره بلدتیا
* د لینوکس او یونیکس عامل سیستمونو سره بلدتیا
* د Weblogic او Database queries عملي پروګرامونو سره بلدتیا
* د PSP,MMO,EMI او API موسسو سره د ادغام وړتیا
* د کارتونو لکه اعتباري کارتونو، نغدي کارتونو، مخکې اداینې او وروسته اداینې کارتونو د پروسس د معیارونو سره بلدتیا.
* د هیواد په رسمي ژبو او انګلیسي باندې بلدتیا
* د کمپیوټري پروګرامونو او بانکي سیستمونو سره بلدتیا
* د بانکي قوانینو او مقرراتو سره بلدتیا
* د کاري مسوولیتونو درک او په کاري ساحه کې د ستونزو پېژندنه
* په خبرو کې فصاحت او بلاغت
* د لیکونو، وړاندیزونو او کاري راپورونو د لیکنې وړتیا
* د پروژو د پروپوزلونو د ترتیب او د پروژې مدیریت وړتیا
* د دندې محرمیت ساتنه
* د افغانستان بانک د دندو څخه پوهاوی
شخصي صفتونه او ارزښتونه:
رښتینی، د نیک چلند خاوند، نوښتګر، ډسپلین لرونکی، دندې او وخت ته پوره پابند، ډله ایز کار ته لېواله، همکار، مسئولیت منونکی، تصمیم نیوونکی او په کاري برخه کې مسلکي.
یادونه:
* درخواست کوونکی کولای شي لومړی په Jobs.dab.gov.af ویب پاڼه کې ځانته یوزر جوړ او بیا د خپلي خوښي بست وټاکي او غوښتل شوي سندونه دې د pdf په بڼه اپلوډ کړي.
* د ازموینې د اخیستلو لپاره یوازې له ټاکل شویو درخواست کوونکو سره اړیکه نیول کېږي.