په ادارو کې د کارکوونکو تغییر او بدلون یو اصل دی

Mpoya
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۰:۵۲
په ادارو کې د کارکوونکو تغییر او بدلون یو اصل دی

کابل، د ۱۳۹۸ کال د لېندۍ ۱۰ مه –  د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د لوی آمریت او د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز آمرین د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد بانک کارکوونکو ته ور وپېژندل شول.

په هغه غونډه کې چې په همدې تړاو جوړه شوې وه، د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر په ادارو کې تغییر او بدلون یو اصل یاد کړ او یادونه یې وکړه چې همدې اصل ته په ګتو سره ښاغلی نثار احمد یوسفزی د افغانستان بانک د مالي چارو د څارنې د آمر او ښاغلی سلیم صلاح د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکزدآمر په توګه ټاکل شوي دي.

له دې وړاندې ښاغلي نثار احمد یوسفزي د افغانستان د مالي معاملو او راپورونو د شننې مرکز د آمر  او ښاغلي سلیم صلاح د مالي چارو د څارنې د لوی آمر په توګه د دې بانک په اډانه کې دندې تر سره کولې.

د افغانستان بانک سرپرست هیله وښوده چې په دې سره به په چارو کې د پخوا په پرتله لا زیات پرمختګونه رامنځته شي. نوموړي په تېر کې د افغانستان بانک په اډانه کې د یادو کسانو له چارو او بریالیتوبونو ستاینه وکړه.

ورپسې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په ادارو کې تغییر او تبدیل د چارو د ښه والي په موخه رامنځته کېږي. د نوموړي په خبره د افغانستان بانک په اډانه کې ټول آمریتونه د یو ګډ هدف د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او یاد هدف ته په رسېدو کې د افغانستان بانک مشرتابه د هر ډول همکارۍ لپاره ژمن دی.

د یادونې وړ ده چې د دې غونډې په ترڅ کې اړوندو ادارو ته ورپېژندل شویو آمرینوپه خپل وار سره د افغانستان بانک له مشرتابه په دوی د باور له کبله د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې په ورسپارل شویو دندو کې به د پخوا په شان په پوره توان او رېښتنوالۍ سره د پراخو پرمختګونو د رامنځته کولو لپاره کار وکړي.

دوی هیله وښوده چې د افغانستان بانک مشرتابه به یې په چارو کې لازیاته همکاري وکړي چې وکولای شي په ښه ډول ورسپارل شوې چارې مخته یوسي.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر