د افغانستان بانک سرپرست رئیس د چین له سفیر سره ولیدل

۱۴۰۰ د مرغومي ۲ مه – د افغانستان بانک سرپرست رئيس ښاغلي حاجي ادریس په کابل کې د چین هېواد له سفیر ښاغلي وانګ یو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې د افغانستان او چین هېواد د بانکي اړیکو، راکړو او ورکړو، سوداګرۍ او یو شمېر اړوندو موضوعګانو هر اړخیزې خبرې وشوې او د نظرونو تبادله تر سره شوه.
د افغانستان بانک د هېواد د مرکزي بانک په توګه ژمن دی چې له ټولو نړیوالو هېوادونو، په ځانګړې توګه له مالي او بانکي بنسټونو سره د نړیوالو قوانینو او مقرراتو په رڼا کې غوره بانکي اړیکې ولري او دې اړیکو ته پراختیا ورکړي.