د افغانستان بانک 27 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۰:۲۷
د افغانستان بانک 27 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 رجب المرجب 27 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د رجب المرجب د میاشتې په 28 نېټه (1403/11/10) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (27) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ د لیلام په ډول وپلوري. د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کوي، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي. د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي ترڅو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۰:۲۷
Background image

د افغانستان بانک 27 میلیونه امریکايي ډالره لیلاموي

1446 رجب المرجب 27 مه - د افغانستان بانک غواړي چې د 1446 کال د رجب المرجب د میاشتې په 28 نېټه (1403/11/10) د چهار شنبې پر ورځ د داوطلبۍ له لارې د (27) میلیونه امریکايي ډالرو پورې مبلغ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۶:۵۶
Background image

د افغانستان د سرپرست رئیس په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه تر سره شوه

د ۱۴۴۶ د رجب المرجب ۲۶ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانۍ د ثبات او بانکي سکتور د فعالیتونو د پراختیا په اړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۴:۸
Background image

د افغانستان بانک د سرپرست رئیس په مشرۍ له صرافانو سره د افغانۍ د ثبات په اړه د غونډې جوړېدل

۱۴۴۶ د رجب المرجب ۲۵ مه – د افغانستان بانک د سرپرست رئیس ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه او د افغانۍ د ارزښت ساتنې، احتکار او اسعارو د قاچاق د. . .

بېرته خبرونه ته