د افغانستان بانک د هېواد په شمال زون کې  د محصلینو او صحي برخې د کارکوونکو لپاره ورکشاپ جوړ کړ

Mpoya
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۱۸
د افغانستان بانک د هېواد په شمال زون کې  د محصلینو او صحي برخې د کارکوونکو لپاره ورکشاپ جوړ کړ

د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۳ مه - د افغانستان بانک د محصلینو او صحي برخې د کارکوونکو لپاره د مالي پوهاوي، برېښنایي بانکوالۍ، وړو مالي تمویلاتو او د بانکي سکتور د پیاوړتیا په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

یاد ورکشاپ، چې د هېواد د شمال زون له یو شمېر پوهنتونونو او د بلخ د عامې روغتیا ریاست سره په همغږۍ جوړ شوی وو، د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق الله خالد له لوري یې پرانیسته وشوه. د دې ورکشاپ په پیلیزه وینا کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل "زما لپاره د ویاړ ځای دی چې نن د افغانستان بانک په استازیتوب، د قدر وړ محصلینو او د صحي برخې د کارکوونکو لپاره د دې ارزښتناک ورکشاپ پرانیسته کوم ".

نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان بانک تل هڅه کوي له اکاډمیکې او مسلکي ټولنې سره د فکر، څېړنې او عمل ګډ سفر ولري، ترڅو په هېواد کې د مالي سواد، مالي شمولیت، د خدماتو د پراخوالي او اقتصادي پرمختګ لپاره عملي او مؤثرې لارې وموندل شي.

باید وویل شي چې په دې ورکشاپ کې د غیر بانکي مالي مؤسساتو څخه د څارنې، د بانکي څارنې او مالي خدمتونو، د عامه اعتبارونو د ثبت او مالي خدمتونو د پراختیا او د افغانستان د تادیاتو سیستم د لویو آمریتونو له لوري د اړوندو موضوعاتو په اړه مفصل پریزنټېشنونه وړاندې شول. محصلینو ته د وړو مالي تمویلاتو، برېښنایي بانکوالۍ، مالي شمولیت، د بانکي خدمتونو د پراخوالي او د اقتصادي ثبات په برخو کې معلومات ورکړل شول.

د ورکشاپ موخه دا وه، چې محصلینو او د صحي برخې کارکوونکو ته د مالي سکتور د مهمو موضوعاتو په اړه پوهاوی ورکړل شي، هغوی وهڅوي چې د خپلو تحلیلونو، څېړنو او نوښتونو له لارې، د هېواد د اقتصادي ودې لپاره رغنده رول ولوبوي، له مالي خدمتونو ګټه واخلي او نور خلک هم دې برخې ته را وبولي.

د یادونې وړ ده چې په دې ورکشاپ کې ګډونوالو ته د پوښتنو او نظریو د شریکولو فرصت هم برابر شوی وو او د دوی پوښتنو ځوابونه وویل شول.

آخرین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۴:۴۸
Background image

نشست شورای عالی د افغانستان بانک برگزار گردید

۱۸ شوال ‌المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق – جلسه شورای عالی د افغانستان بانک تحت ریاست محترم نور احمد آغا رئیس کُل د افغانستان بانک که هم ‌زمان ریاست این شورا را نیز بر عهده دارد، با حضور اعضای شورا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

بازگشت به خبر