د پیسو وینځلو او نورو جرمونو سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون د اوومې غونډې جوړېدل 

Mpoya
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۵:۴۱
د پیسو وینځلو او نورو جرمونو سره د مبارزې د همغږۍ عالي کمیسیون د اوومې غونډې جوړېدل 

۱۴۴۵ جمادي الاول ۷ مه – د افغانستان بانک د لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي نوراحمد آغا په مشرۍ د همغږۍ عالي کمیسیون، اوومه غونډه جوړه شوه. په یاده غونډه کې د افغانستان بانک لومړي مرستیال او سرپرست ښاغلي نوراحمد آغا یادونه وکړه چې د افغانستان اسلامي امارت تر بیا ځلي فتحې وروسته دا دویمه غونډه ده چې د همغږۍ عالي کمیسیون د غړو او استازو په ګډون جوړېږي.

د نوموړي په خبره د دې کمیسیون اصلي موخه د ا.ا.ا اداراتو ترمنځ د لازمه همغږۍ رامنځته کول دي. ښاغلي نور احمد آغا زیاته کړه د اړوندو ادارو تر منځ همغږي او همکاري به د دې لامل شي چې د پیسو وینځلو، نورو اقتصادی جرمونو او نشه یي توکو څخه لاس ته راغلی عوایدو سره مؤثره مبارزه وشي.

ښاغلی نوراحمد آغا وویل د دې غونډې بل هدف دا دی، څو نړیوالو ته وښیي چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړیوالو هېوادونو، مالي او بانکي بنسټونو سره د غوره اړیکو ساتنې ته ژمن دی او د دې تر څنګ له شرعي پلوه د غیر مشروع کړنو له لارې د لاسته راغلو عوایدو سره مبارزه خپله دیني او اسلامي وجیبه ګڼي.

نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت له دریځ سره سم مونږ له ټولې نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو او د افغانستان بانک ژمن دی چې په خپله برخه کې ټول هغه قوانین اومقررات چې له اسلام سره په ټکرکې نه وي عملي کړي، څو نړیوال هم په دې برخه کې د قانون له پلي کېدو څخه ډاډمن شي.

تر هغې وروسته د افغانستان بانک د مالي رپوټونو او معاملو دشننې مرکز لوی آمر ښاغلي جمال ناصر رئوفي چې د یاد کمیسیون د دارالانشاء رئیس هم دی د افغانستان د پیسو وینځلو او نورو جرمونو سره د مبارزی رژیم، قوتونه، نیمګړتیاوی، فرصتونه، ننګونې او په ملی کچه د اداراتو ترمنځ د همغږی او همکاری د لا پیاوړتیا په رابطه مفصل معلومات ورکړل. ورپسې د یاد مرکز د د دارالانشاء نورو غړو هم د غونډې له ګډونوالو سره دځانګړو غیرمالی تشبثونو او حرفو سکتور نظارت او د چارو د تنظیم، د تنفیذی ادارو د پیسو وینځلو سره د مبارزی ظرفیت لوړاوی، دوه اړخیزه مالوماتو د تبادلي په برخه کی لازم معلومات شریک کړل او د شپږمې غونډې د پریکړو په اړه یې تفصیلي خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د ریاست د دفتر لوی آمر ښاغلي صدیق الله خالد هم په خپل وار سره د غونډې دګډونوالو بېلابېلو پوښتنو او اندیښنو ته یې د افغانستان بانک دکړنو او فعالیتونو په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل.

په دغه غونډه کې د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، مالیې او عدلیې د محترمو وزارتونو، استخباراتو لوی ریاست، سترې محکمې، د فرامینو او احکامو د تطبیق او څارنې د لوی ریاست استازوګډون درلود او د همغږی عالی کمیسیون د شپږمې غونډي د ورسپارل شوو دندو د تطبیق څرنګوالی په اړه مفصل معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل او د افغانستان ملی اقتصاد وضعیت او د پیسووینځلو او نورو جرمونو سره د مبارزي اهمیت ته په کتو سره ټولو ادارو له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

آخرین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۷:۲۳
Background image

معاون اول د افغانستان بانک با معاون یوناما و رئیس برنامه توسعه سازمان ملل متحد دیدار کرد

۲۰ رمضان المبارک ۱۴۴۷ – محترم صدیق‌الله خالد، معاون اول د افغانستان بانک، با محترم اندریکا راتوات، معاون هیئت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، و محترم استفن رودریگز، مدیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

اطلاعیه د افغانستان بانک

در صورتیکه حین مراجعه  به یکی از مؤسسات مالی به کدام مشکل مواجه می شوید ویا با شما برخورد نامناسب صورت می گیرد ویا هم حقوق شما به اساس اصول پرداخت نمیگردد، شما می توانید شکایت خویش را. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۷:۱
Background image

د افغانستان بانک بانکنوتهای مندرس زون غرب را جمع آوری و حریق نمود

۲۰ شعبان المعظم ۱۴۴۷-  د افغانستان بانک طبق طرزالعمل ‌های مربوطه، به ارزش ۵۳۷،۷۴۶،۰۰۰ (پنجصد و سی و هفت میلیون و هفت صد و چهل و شش هزار) افغانی بانکنوتهای مندرس را از زون غرب جمع آوری. . .

بازگشت به خبر